استاد محقق: د یوه قوم د هویت د تحمیلولو هڅې په نورو قومونو باندې ځای ته نه رسیږي

محقق چې د سلواغې په (۳۰) یې د افغانستان څخه د شوروي د سره فوځ د وتلو په مناسبت په یوه ناسته کې خبرې کولي وویل: د یوه قوم د تحمیلولو هڅې په نورو قومونو باندې ځای ته نه رسیږي،هغه څرګندوي که چیرته ددې اقدام مخه ونه نیول شي افغانستان به بحراني حالاتو ته لاړ شي چې ددغه ډول حالاتو اداره کول به ستونزمن وي.
استاد محقق د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه “هفه افراطیان دي چې افغانستان د یوه قوم څښتن ګڼي ناحقه خبره کوي،ځکه چې په اساسي قانون کې تصویب شوي دي چې ۱۴ قومونه ددې خاورې څښتنان دي او د خبرو په جریان کې یې تاکید وکړ ویي ویل:اساسي قانون ټول قومونه ددې خاورې څښتنان بللي او هر یو قوم د خپلواک او پیژندل شوي هویت درلودونکي دي او هیڅوک هم نه شي کولای د یوه قوم هویت په بل قوم تطبیق کړي.
محقق د حکومت مشرانو ته په خطاب کې وویل:باید تلوار وکړي ملې مسائیل د خبرو اترو او سیاسي مشرانو سره په مشورو حل کړي او د بې اتفاقۍ د توطیو مخه ونیسي.
د محقق دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې حکومت په پام کې لري بریښنایي پیژندپاڼي یواځي د افغان کلمې په ذکر کولو سره په ټول هیواد کې وویشي ، دا هغه څه دي چې د ګڼ شمېر سیاسي او جهادي رهبرانو د توند غبرګونونو سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کلیمه په ځانګړي ډول د اوغان ـ اپه ګان سره ورته ده او پښتنو ته ویل کیږي او حکومت چې غواړي د افغانستان ټول قومونه د یوه قوم لاندې راولې نورو قومونو ته چې د جلا تاریخ او کلتور درلودونکي دي د منلو وړ نه ده.
همدارنګه د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ دا ډول کړنې چې د نورو قومونو هویت له منځه یوسي له ځانه سره ډېر غبرګونونه لري او ټول خلک ددغه نه کنټرولیدونکي بحران خبرې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *