په کابل ښار کې ملي امنیت د داعش وسله والې ډلې ۸ تنه تروریستي غړي نیولي دي

د افغانستان د ملي امنیت ځانکړو ځواکونو تیره ورځ شنبه ( د لوې ۲۱ نیټه) د داعش وسله والې ډلې ۸ تنه تروریستي غړي د کابل په ښار کې نیولي دي.
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې: د ملي امنیت په خبرپاڼې کې راغلي دي د ملي امیت ځانګړو ځواکونو د مخکنیو معلوماتو له مخې چې در لودل یې په جلاجلا ډول ترسره شو عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې ۸ تنه تروریستي غړي چې دې ډلې ته د ځوانانو په جلب او جذب او د تروریستي حملو په هماهنګې کولو بوخت و نیولي دي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نیول شوي کسان انجنیر جاوید، عزیزالله، بلال، صدیق الله، قدرت‌الله، ډاکټر اکرام الله، محب‌الله او ولي احمد اعتراف کړی چې څه موده وړاندې د داعشیانو له ډلې سره یوځاې شوي دي ، دغې ډلې د مسجدونو او مدرسو د جوړیدو په نوم دداعش ډلې له پاره د پیسو (چنده) په راټولو کې هم مهم رول درلود.
دې خبر پاڼې تاید کړې چې دغې ډلې ننګرهار ولایت ته د سله والو اشخاصو په انتقال، د ماینونو ځای پر ځای کولو ، د خلکو ترور، دچاودیدونکو توکو انتقال د داعش ډلې د هدف ته رسول ول .

Author

خروج از نسخه موبایل