د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي سیمه کې د کرکټ په یو لوبغالي کې د هیواد دښمنانو له لورې د ځآی پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د کرکټ درې لوبغاړي و وژل او دوه نندارچیان ټپيان شوي دي .
عطاالله خوګیاڼی زیاتوي یاده پېښه نن د جمعې په ورځ( د لوې په ۲۰) نیټه مازیګر شاوخوا ۴ نیمې بجې هغه مهال رامنځته شوې،چې په سیمه کې ځوانانو د رخصتۍ له ورځې څخه په ګټې اخیستنې د کرکټ لوبه ترسره کوله .
په وژل شوو کې دوه د پوهنتون زده کړیالان او یو د ښوونځي زده کوونکی شامل دي دی.
په کرکټ لوبغالي کې د چاودنې له امله د کرکټ ۳ لوبغاړي و وژل شول
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2018/02/%D8%A8%D8%AA%DB%8C-%DA%A9%D9%88%D8%AA.jpg)