د درزاب او قوش تپه ولسوالیو د صحي مرکزونو دواګانې د داعش او وسله والو طالبانو په لاس کې ده

د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تپې ولسوالیو اوسیدونکي وایې : زیاتره درمل چې د یادو ولسوالیو صحي کلینکونو او روغتونونو ته استول کیږي تر ډیره د داعش او وسله والو طالبانو له لورې په مصرف رسیږي .
د دغو ولسوالیو یو شمیر اوسیدونکو په دې شرط چې هویت یې روښانه نه شي له خاورې میانه خبري اژانس سره د خبرو کولو پر مهال وویل : د دې ولسوالیو د صحي مرکزونو مسولین مجبور او کلف دي چې د دې ډلو غوښتنو ته مثبت ځواب و وایې کنه نو له سختو مجازاتو سره به مخ شي .
د دوې په خبره ناروغان او ناورغ لرونکي چې د درملنې په موخه یادو مرکزونو ته ورځي د درملو له کمښت سره مخ دي .
د قوش تپه ولسوالۍ ولسوال امین الله امین وایې ، د دې ولسوالۍ د چقمه چقور او د چګانه کلینکونه د داعش ډلې تر کنټرول لاندې دي.
نوموړی د دولت د مخالفو سله والو ډلو لاس رسی او نفوذ په کلینکونو کې نه ردوي .
مګر د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریس حفیظ الله جمشدي وایې ، په دغو ولسوالیو کې چې ۸ صحي مرکزونه اوروغتونونه موجود دي له دې جملې څخه یې یوازې د قوش تپې ولسوالۍ د اقسای او چقمه چقور صحي مرکزونه د مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې دي چې هغه هم له دوو میاشتو له را په دې خوا بندشوي دي .
د نوموړي په خبره پاتې نور د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې شتون لري تر دامهاله دوې ته دا ډول موضوع نه ده رسیدلې .
په داسې حال کې چې د درزاب او قوس تپې ولسوالیو محلي مسولینو په دې ولسوالیو کې د داعش او وسله والو طالبانو د زیات نفوذ په اړه خبر ورکړی دی .
له دې وړاندې هم د اعش د دې ولسوالیو د یو شمیر ښونځیو میز او چوکې له ځان سره وړې وې .

Author

خروج از نسخه موبایل