د ۱۶۴ جنرالانو تقاعد؛ قومي تصفیه او که په حکومتدارې که کې اصلاحات ؟

د ولسمشرۍ ماڼې د ویاند وې د دفتر سرپرست  ویاند شاه حسین مرتضوی څو ورځې وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل ( د اصلاحاتو په رامنځ ته کیدو او ځوانو افسرانو ته  د دندې فرصت  په موخه ، د ولسمشر په لاسلیک ۱۶۴ جنرالان تقاعد ته سوق شول )

د غه کار په مجازې نړۍ کې له ډول ډول غبرګونو سره مخ شول ، د ټولنیزو شبکو ځینو کارونکو د دولت وزیري عکس له جنرال عتیق الله بریالي سره یو ځای پورته کړی او ویلي دي چې کوم یو باید تقاعدشوی وای .

په همدې حال کې هغه مکتوبونه چې خاورې میانه خبري اژانس ته را رسیدلي دي ښایې چې په دې کې ۱۶۲ جنرالان ګوښه شوي دي او دوه نور جنرالان په ښکاره ډول له لیست څخه لرې شوي دي .

په دې برخه کې مو هڅه وکړه تر څو د فاع وزارت نظر له ځان سره ولرو خو بریالي نه شو .

همدا راز په حکومت کې د اصلاحاتو په برخه کې د ټولنیزو شبکو ځینې کارونکو لیکلي چې دغه جنرلان په داسې حال کې ګوښه کیږي چې افغانستان په بد ترین امنیتي حالت کې قرار لري ، ویل کیږي چې کوم جنرالان چې ګوښه کیدو ته سوق شوي دي یا د مجاهدینو اعضا دي او یا هم هغه خلک دي چې دغه هیواد ته متعهد ول .

په هغهو مکتوبونو کې چې خاورې میانه خبري اژانس ته را رسیدلي ښکاري چې هغه څوک چې تقاعد ته سوق شوي دي دیوه قوم او یاهم یوې ډلې پورې تړاو لري .

ددې مکتوبونو جالبه برخه خو دا ده چې د دځینو جنرالانو د نومونو خوا کې لیکل شوي ( جهادي جنرال ) او یا هم ( جهادي برید جنرال ) یعنی دا شخص  د جهاد په وخت کې جنرال شوی او د ۱۶۲ جنرالانو په منځ کې زیاتره د همدا ډول جنرلانو نومونه دي .

د ملي وحدت حکومت چې له زیات وخت راهیسې په قومي تصفیه تورن دی دا هم شاید د حکومت د کارونو یوه برخه وي .

د قومي تصفي بیلګې په ډې ډول ښودلی شو  د جنرال دوستم تبعید ، د احمدضیا مسعود ګوښه کول او د استاد عطامحمد نور ګوښه کول په لویه او وړه کچه دي چې اکثره په دولتي ادراتو کې وجود لري .

شخصي وړاندوینه وه چې یو طرزالعمل د نورو قومونو د لرې کولو له پاره طرح شوی و چې په رسوا کیدو سره یې له  محلي ادارې  څخه استعفا وکړه او هیچ چا یې تر اوسه پورې هم دوسه تعقیب نه کړه .

په داسې ستونزو کې چې د ملي وحدت حکومت یې لري که چیرته ځوان جنرالان عمل وکړي خو ښه ده  خو که چیرته په دې برخه کې هم روابط په ظوابطو بریالي شي او بې تجربې جنرالان میدان ته را داخل شي ، نو هیواد به کوم خواته لاړ شي ؟

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *