درې داعش وسله وال په ننگرهار کی ووژل شول او يو ټپي شو

د ننګرهار ولایت چارواکي وایې دننګرهار ولايت نازيانو او هسکې مېنې ولسواليو مربوطاتو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې درې داعش وسله وال ووژل شول او يو ټپي شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې د نازيانو دوه خولې سيمه کې پر داعش وسله والو برید کړی، چې په ترڅ کې يې د دې ډلې دوه غړي وژل شوي دي.
د خوګیاڼي پروینا د دې ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګرۍ سيمه کې هم د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې يو داعش وسله وال وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د والي ویاند زیاتوي چې د نازيانو ولسوالۍ مورچل سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې يو اتلس کلن ځوان ټپي شوی، چې د غني خېلو سيمه ييز روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د هیواد د نور ولایتونو سربیره په په ننګرهار کې هم د امنیتي ځواکونو له لورې هوایې بریدونه زیات شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *