په بدخشان ولایت کې ۹ بهرني وسله وال طالب جنګیالي وژل شوي دي

 

په بدخشان ولایت کې امنیتي چارواکي وایې ، د دې ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایې حملو کې چې د طالبانو په پټنځایو نو ترسره شوي دي ۹ بهرني وسله وال طالب جنګیالي وژل شوي دي .
د پامیر د دوهمې لوا د ۲۰ فرقې د مطبوعاتو مسول عبدالمنان نظري خاورې میانه خبري اژآنس ته وویل : دغه حمله دوه شپې وړاندې په یخشیده سیمه کې چیرته چې دوسله والو طالبانو پیاوړي پټنځایونه دي تر سره شوې ده.
د هغه پر وینا وژل شوي د تاجکستان هیواد اوسیدونکي دي ، چې د جګړې مشري او د دیادې ډلې د جګړې او د نظامي زده کړې مسولیت یې په غاړه درلود .
همدا راز نظري زیاتوي ، په دې حملو کې د وسله والو طالبانو ۴ عرادې هاموي موټر او دوسله والو طالبانو یوه اندازه درنه وسله له منځه تللې ده .
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د بهرنیو جنګیالیو د شتون په اړه په دې ولایت کې د خلکو او د ولایتي شورا د غړو اندیښې موجودې وې .
د پامیر د دوهمې لوا د ۲۰ فرقې ویاند دا هم تاییدوي چې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو جنګیالي عملا د وسله والو طالبانو په لیکو کې په بدخشان ولایت کې فعالیتونه ترسره کوي .
محراب الدین ابراهیمی-د شمالي زون خبریال

Author

خروج از نسخه موبایل