د اوه نظامیانو نومونه چې پر 111 فرقې د برید په تړاو له دندې ګوښه شول

د ۱۱۱ فرقې اوه ارشد امنیتي چارواکي د هغه ځانمرګي برید په تړاو چې په ۱۱۱ فرقې ترسره شو له دندې ګوښه او د هیواد عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل شول.
د فاع وزارت ویاند دولت وزیري نن شه شنبه ( ۱۷ د دلوې ) د یادو امنیتي چارواکو نومونه په لاندې ډول په ترتیب سره اعلان کړل .
۱ . برید جنرال خټګر د ۱۱۱ فرقې د لومړې لوا قومندان.
۲ . برید جنرال غیور د ۱۱۱ فرقې د لومړې لوا د ارکان ریس .
۳ . جګړن قدرت الله د لومړې لوا د ارکان ریس او د دوهم کنډک سرپرست .
۴ . جګړن حیا الدین د لومړې لوا د دوهم کنډک د اپراسیون امر .
۵ . تورن عبدالقیوم د لومړې لوا د دوهم کنډک د استخباراتو امر .
۶ . دویم بریدمن محمد شریف د دوهم کنډک د ستخباراتو ضد امر.
۷ .تورن عبدالاحد د لومړې لوا د دوهم کڼډک د لومړي ټولي قومندان .
د غه چارواکي د هیت له بر رسۍ او د ولسمشر د تصمیم پر بنا عدلي او قضایې ارګانونه ته معرفي شوي دي او د دوې دوسې به د نظامي محمکې له حکم وروسته نهایې شي .
په کابل کې پر ۱۱۱ فرقه د ( د لوې په ۹ نیټه ) برید کې له لسو تنو زیات ووژل شول او نژدې شل تنه نور ټپیان شول .
د غه حمله داعش وسله والۍ ډلۍ په غاړه واخیسته همدې سره جوخت د ملي امنیت ریاست څو ورځې وروسته د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د داعش مرکز له زیات شمیر مهماتو او اسلحو سره کشف ا و له منځه یوړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *