له ۱۰۷ ورځو وروسته د ولسمشر دنده پای ته رسیږي!

د اساسي قانون یوشپیتمه ماده : د جمهور رئس دنده د د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته د پنځم کال د جوزا میاشتې په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي .
دا چې ټاکنې په ۱۳۹۳ کال کې ترسره شوې ، د دې مادې له مخې د ۱۳۹۷ کال د جوزا د میاشتې لومړې نیټه د ټاکنو د ترسره کیدو وروسته پنځم کال دی نو د جمهور ریس دد ندې د پای نیټه ده .
د دې مادې نقض او تر ښپو لاندې کول د ولسمشر د پخواني جمهور ریس او د ورسره د شته ټیم د اوسني ولسمشر د کار کولو دوام ته کوم قانوني دلیل نه شي کیدلی .
د ولسمشریزو ټاکنو نه ترسره کیدل ، د سنا مجلس د غړو غیرې قانوني د کار دوام نه یوازې د ولسمشر د جوزا د اولې نیټې نه وروسته د کار د دوام له پاره د توجو وړ نه ګرځي بلکې هر یو عذر به له ګناه څخه بد تر وي .
قانوني پاملرنه چې یو شمیر د سنا مجلس غړي چې خپل غیرې قانوني کار دوام ته یوه لاره په ګوته کوي د اساسي قانون په د درې اتیایمې ماده په متن کې د کامې ( ، ) علامه ده .
د ولسي جرګې د کار دوره د پنځم کال د سرطان میاشتې په لومړۍ نیټه ( ، ) د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته پای ته رسیږي او نوې شورا په کار پیل کوي .
که چیرته دکامې ( ، ) علامه موجوده نه وې په قطحي توګه ولسمشر نه شو کولای چې د مجلس د استازو د کار له دوام سره هوکړه وکړي .
د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې پراخو درغلیو ، دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ملي وحدت حکومت رامنځ ته کول ، د ملي وحدت حکومت د تړون نه عملي کیدل ، د دوو انتخاباتي ټیمونو په حکومت کې یو ځای کیدل ، د دواړو ټیمونو د دټاکنو پر مهال د وکړو وعدو سرچپه کیدل ( د جنګونو او نا امنیو زیاتیدل ، د فقر او بې کارې زیاتیدل ، له هیواد څخه د تیښتې زیاتیدل ، په قدرت باندې تمرکز کول ، ادارې فساد ، د اساسي او یو شمیر نور قوانینو نقض ، د تروریستي او ځانمرګو بریدو زیاتیدل په ځانګړې توګه په پلازمینه کابل کې ) دې ته ورته نور ډیر لاملونه او ورسته والی د ملي وحدت حکومت په ضعیف کیدو ور زیات شوي دي .
کله چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ضعف ، بې کاري ، د پارلماني ټاکنو د نه ترسره کیدو او د ولسمشریزو ټاکنو د دغه کمیسیون له لورې په رسنیو کې اعلانیږي . د خلکو شک او ګمان د ولسمشر په غیرې قانوني ډول د کار دوام تر یوه نامعلوم وخت پورې پیدا کوي .
زما په اند چې زه د حقوقو شاګرد یم په اوس وخت کې د هیواد او د خلکو د خلاصون لار له دې نا معلوم حالات څخه ، داساسي قانون له مخې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل دي ، نه عنعنوي لویه جرګه ، نه موقت حکومت ، نه د ولسمشر د کار دوام په غیرې قانوني ډول او نه داسې نورې لارې چارې .

 


مولانا  محمد عبدالله

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *