په فاریاب ولایت کې د ازادې ګوند پر دفتر د وسله والو طالبانو برید

د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ازادې ګوند پر دفتر د سله والو طالبانو په برید کې ۵ تنه وژل شوي دي .
یوې معتبرې سرچینې د دې پیښې د پخلي ترڅنګ خاورې میانه خبري آژانس ته وویل د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د جنرال عبدالمالک په مشرۍ د ازادې ګوند پر دفتر د وسله والو طالبانو د تیرې شپې د برید په ترڅ کې د هغې پوستې ۵ تنه امنتي پولیس وژل شوي چې د یاد د فتر ترڅنګ وه .
د سرچینې پروینا د غه برید د امنیتي ځواکونو له لورې په شاه تمبول شوی ، چې په پایله کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه په دې اړه جزیات په لاس کې نشته .
د ا په داسې حال کې ده ، چې وسله والو طالبانو تیره ورځ په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د جمعې د لما نځه تر اداکولو وروسته یو قومي مشر په ډزو و واژه .
محراب الدین ابراهیمي – د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *