رحمت الله نبیل امریکا ته تبعید شوی دی ؟

هغه راپورنه چې تر رسنیو پورې رسیدلي په دې څرخي چې حکومت د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئس افغانستان ته د بیرته راتلو څخه منع اعلان کړی دی .
یویې باخبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل : چې رحمت الله نبیل اوس مهال په مریکا کې شپې ورځې تیروي او ویل کیږي ، چې له همدې سفر وروسته نوموړی بیرته افغانستان ته راتلو څخه منع اعلان شوی دی .
د غې سرچنې وړاندې ویلې دي ، چې نبیل د خپلې کورنۍ د یوه غړي د لیدلو د پاره امریکا تللی دی .
د ( د افغانستان ټایمز ) روځپاڼې هم په خپل راپور کې لیکلي چې حکومت مخکې له دې هم نبیل له بهرنیو سفرونو منع کړی وه .
د د ې راپور له مخې د سیاسي ګوندونو او اپوزیسیون له زیاتو فشارونو وروسته دولت په نبیل د بهرنیو سفرونو بندیز لرې کړ .
د غې ورځپاڼې تشریح کړې چې اوس مهال رحمت الله نبیل په امریکا کې ژوند کوي او اټکل کیږي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم غوندې افغانستان ته د بیرته راتلو اجازه نه لري .
دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې ۸ میاشتو راهیسې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم افغانستان ته په راتلو بندیز دی او څو ځلی د لومړي مرستیال چورلکي ته د ناستې اجازه نه ده ورکړ شوې .
ویل کیږي چې د نبیل افغانستان ته د راتلو بندیز د افغانستان د خلکو پورې هم اړیکه لري ، ځکه نوموړي خپله ویلي چې د څینو دولتي ادارو له خوا پرې فشارونه وارد شوي و تر څو د افغانستان د خلکو په منځ کې محوري فعالیتونه کم کړي .
تر اوسه دغه موضوع هیڅ کومې رسمي سرچینې نه ده تایئد کړې او همدا راز د پرله پسې اړیکو له نیولو چې د رحمت الله نبیل ته د نژدې سرچینو نظر را واخلو خو بریالي نه شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *