«امریکا افغانستان ته د داعش وسله والې ډلې د انتقال په حال کې»

د ایران د اسلامي جمهوري دولت مشر ایت الله سید علی خامنه ای د فقهې د درس د ناستې په خوا کې د کابل د ورستیو خونړیو بریدونو د قربانیانو سره د همدردې د ښودلو ترڅنګ امریکا په دې تورنه کړه چې په سیمه کې د خپل حضور ته په توجیه ورکولو او د اسرائلو له پاره د امنیت برابرولو په همدې حال کې افغانستان ته د داعش وسله والې ډلې د انتقال په هڅه کې ده .
خامنه ای وویل : چې په کابل کې دا وروستۍ وژنې د همدې نقشې يوه برخه ده او تاکید یې وکړ چې امریکا د دې په هڅه کې ده ، چې د غه سیمې خوښي ونه وییني ، دولتونه او سیمې په خپلو کې سره مشغولې اوسې . تر څو د اسرایلو تضادونو ته یې فکر نه شي .
د ایران د اسلامي جمهوري دولت رهبر روښانه کړه ، په افغانستان کې د نا امنیو اصلي لامل امریکیان دي ، او د شلو کلونو راهیسې په دې سیمه کې هغه مرګونه چې د نومونو او د مذهب په سر شوي دي ، په مستقیم او یاغیرې مستقیم ډول عامل یې امریکا ده او تراوسه پورې هم په همدې هڅه کې ده ، چې د نا امنۍ په جوړولو خپل حضور وساتي او خپل سیاسي او اقتصادي هدفونه پرمخ یوسي .
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو همیشه امریکا او سعودي عربستان د داعش وسله والې ډلې څخه په ملاتړ تورن وي ، مګر تر اوسه پورې یې هیح داسې کوم اسناد نه دي وړاندې کړي .
په تیرو ورځو کې په ورستیو ځانمرګو بریدونوکې یو شمیر افغانان مړه او ټپیان شول ، چې په د غو قربانیانوپه حالت د نړۍ یو شمیر هیوادونو هم خپل ژور خفګان وښوده . او د مارشال فهیم پوهنتون ته د نژدې د ځانمرګي برید مسولیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د ترویستانو یوه ډله ونیوله .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *