قدیروف : پوتین د اسلامي نړۍ ملاتړ دی

رمضان قدیروف د ولادیمیر پوتین په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو له ملاتړ کولو څخه تاکید ترڅنګ وویل ، پوتین په دغه کار سره په سمه لاره ګام اخیستی دی ، په داسې حال کې چې د غربیانو سیاست په اسلامي نړۍ کې جګړې او ویجاړې له ځان سره لري .
د خاورې میانه خبري اژاتنس د خبر له مخې : له رویټرز خبري اژاس څخه په را اخیستنه د چچن ولسمشر رمضان قدیرف په خپل تیلګرام کې په یوه پیغام کې له دې امله له پوتین څخه قدراني کړې چې ( د چچن له مسلمانانو څخه یې ملاتړ کړی ) .
نوموړي وویل : پوتین خپله ترسره کړې وعده له بیان ازادې او له مساوات ملاتړ په روسیه کې په ښه ډول پوره کوي . دا ډول سیاستونه یو ځل بیا په اثبات رسوي چې د روسې فدراسیون یوځای او ټولې اسلامي نړۍ ته داعتماد وړ ده .
چچن یو له هغو جمهوریتونو څخه د روسې فدارسیون په چوکاټ کې هغه جمهوریت دی چې د خلکو له خوا ټاکل شوی مشر به یې د ( روسې د فدارسیون د ولسمشر ) چې اوس مهال پوتین دی تایید شي .
د چچن مشر زیاته کړه : ولادیمیرپوتین نه یوازې په خبرو کې بلکې په عمل کې ثابته کړې چې خپلې وعدې په مکمل ډول اجراکوي . دا په داسې حال کې چې امریکا او غړو یې مسلمانې نړۍ ته یوازې جنګونه او ویجاړې په برخه کړي دي . روسیه د مستمر په ډول د اسلامي هیوادونو ملاتړ کوي .
قدیررف په دغو څرګندونو کې د پوتین د ۲۰۰۵ کال وعدې ته په اشاره وویل : چې په هغه وخت کې پوتین په خپلو خبرو کې د چچن پارلمان ته وعده وکړه چې په روسیه کې له ټولو مسلمانانو او ټوله سراسري اسلامي نړۍ د مسلمانانو ملاتړ کوم .
همدارنګه قدیروف په خپل پیغام کې د پوتین ورستۍ لیندنې ته اشاره وکړه چې د کازان په ښار کې یې د مسلمانانو له یوشمیر روحانینو سره ترسه کړوه .
پوتین په دغه لیدنه کې وویل : چې د روسې چارواکي په سترو اسلامي پوهنتونو نو او یو شمیر نورو مرکزونو کې د اسلامي تدریس ملاتړ کوي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *