روسیه : د امریکا بندیزونو ته به سخت ځواب ورکړو

د روسې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د اقتصادي او په نورو برخو کې چې د ې هیواد باندې یې د بندیزونو اعلان کړی وو په غبرګون کې وویل : د دې بندیزونو د ځواب ویلو حق له ځان سره خوندي لرو .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مځې : د روسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامې کې راغلي دي ، چې امریکا پرمونږ د فشارونو په دوام د روسې په خلکو او شرکتونو زیات بندیزونه په دې موخه اعلان کړي چې روسیه د اکراین په بحران کې لاس وهنه کوي .
په دې اعلامیه کې راغلي : چې امریکایې چارواکي په هیڅ سبب نه شي کولای چې له دې هوایې تصوراتو څخه اوزګار شي ، چې روسیه له خپل تجارتي توان او قدرت له مخې په تجارتي موانعیو سره وډاره کړي . او د خپلواک سیاست د نړۍ په سطحه او د خپلو ملي ګټو د دفاع په خاطر یې ترسره کړي . مګر د امریکا د استراتیژې جوړونکې دې په دې وپوهیږې ، چې د دې هیواد بې مانا بندیزونه هیڅ کومه پایله نه ده ورکړې .بلکې دهغوې د تجارانو له پاره به زیان اړونکې وي او په دې سره واشنګټن خپله کمزورتیا ټولې نړۍ ته ښایې .
د دې اعلامې په دوام د روسې پر وړاندې د نو بندیزونه په دې پلمه د دې هیواد اقدامات د اوکراین په اړه لګول شوي هیله ښودل شوې ده : امریکا نه شي کولای چې خپل رول د اوکراین د ۲۰۱۴ کال د کودتا او د دې هیواد په داخلي جګړو کې پت کړي . د اعلامې په ورستیو کې راغلي : د پاملرنې وړ او جالبه خو داده ، چې په روسې د نو بندیزونو د بنډلونو له اعلان څو ساعته مخکې په روسیه کې د امریکا سفیر هانتسمن ، په مسکو ټایمز ورځپاڼه کې مقاله خپره کړه په هغې کې د روسې د روابطو د بهبود په تړاو امریکا علاقمندي ښودلې وه .
لکه څرنګه چې وینو او د دې شاهد یو واشنګټن د خپل سفیر د څرګندونو ملاتړ نه کوي ، د امریکا د مالې وزارت د جمعې په ورخ د روسې دوه ارشد چارواکي د دې هیواد د انرژې وزارت مرستیال او ۱۹ نفره نور د روسې اوسیدونکي او د دوو خودخواهانو جمهوریتونو دونتسک او لوهانسک چارواکي د اوکراین په شرق کې پرې بندیز ولګوه .
د امریکا د نو بندیزونو د لګیدلو په جدول کې د روسې ۲۰ شرکتونه ، چې صنعتي، سیلاوي ، ماشیني او تخنوپروم اکسپورټ په کې شامل دي .
امریکا له ۲۰۱۴ کال راهیسې ، د اوکراین د حکومت د تغیر ، د کریمه په نوم سیمه جلا کیدل له دې هیواد څخه او په دونباس سیمه کې د رامنځ ته شوې مناقشې ، څو بنډله مالي او اقتصادي بندیزونه په روسې وضع کړي دي او اروپایې اتحادې هم د واشنګټن له دغه سیاست څخه پیروي کوي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *