د فرانسس پاپ غم شریکې او د حکمتیار او سیماسمر چوپ پاتې کیدل

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په کابل کې د تیرې یکشنبې ورځې ترویستي حمله وغندله .
پاپ فرانسیس په خپلو څرګندونو کې چې سن پیتر په میدان کې یې درلودې ، د شنبې د ورځې ځانمرګی بریداو په انټر کانټیننټال هوټل چې د ۱۰۰ تنو څخه د زیاتو په وژل کیدو پای ته ورسید وغنده .نوموړي په دې برخه کې د انټر کانټیننټال هوټل د حملې په اړه وویل : څو روخې مخکې په دې هیواد کې د یوې خونړۍ پیښې شاهدان و چې ( په یو لوې هوټل کې د مرګ ژوبلې سبب شو ) .
پاپ فرانسیس وړاندې ویلي ( تر څه وخته به د افغانستان خلک له داډول غیرې انساني کړنو سره مخ وي ؟ ) همدارنګه پاپ د یادو پیښو قربانیانو او کورنیو ته د درناوې په موخه ( د ټولو هغو خلکو له پاره چې د سولې په راوستلو کې هڅې کولې او غوښتل یې چې سوله راشي ) په داسې شیبو کې یې چوپیتیا غوره کړه .
مګر ګلب الدین حکمتیار د پخوانیو جهادي قومندانانو له ډلې څخه چې ځان د حزب اسیلامي مشر ګڼي ، تر اوسه پورې د هغو حملو په اړه چې په دې تیرو دوو اونیو کې ترسره شوي دي هڅ کوم نظر نه دی څرګند کړی او حتی تراوسه پورې دغه تروریستي عمل د دې جهادي رهبر له لورې نه دې غندل شوی .
دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشرۍ ماڼې ، اجراییه ریاست او زیاتره سیاسي کړیو دغه حمله غندلې ده او د نړۍ یو شمیر هیوادونو هم په دې غمیزه کې خپل ځانونه له افغانستان شریک ګڼلی دي .
همدارنګه د دورستیو تروریستي پیښو په ترسره کیدو سره د حقوق بشر کمیسیون هم چوپ پاتې شوی دی . او هیڅ کوم غږ له دې دفتر څخه نه پورته کیږي .
ایا هغه کسان چې په انټر کانټیننټال ، صدارت څلور لارې ، هلمند ، کندهار او … نور ځایونو کې وژل کیږي او ټپیان کیږي بشر نه دي ؟
د غه کړنې په داسې حال کې د حقوق بشر د کمیسیون له خوا ترسره کیږي ، چې هر ځلې حکومت د کوم تروریست د اعدام کولو پریکړه وکړي ، بیا نو د غه دفتر د اعلامې په خپرولو سره د دغه اعدام د ځنډیدو غوښتنه کوي او وایې ، چې دا کار د حقوق بشر د قانون خلاف دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *