په جوزجان ولایت کې په لس کلن ماشوم جنسي تیری کوونکی ونیول شو

د جوزجان ولایت پولیس وایې:  یو ۲۵ کلن سړی یې،  په یوه لس کلن ماشوم د جنسي تیري کولو په جرم نیولی.

د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشی خاوری میانه خبري اژنس ته وویل:  د دغه ۱۰ کلن ماشوم د کورنۍ د شکایت په اساس دوې بریالي شوي،  چې په دغه کوچني تیری کونکی  شخص ونیسي.

د هغه پر وینا نیول شوي شخص د شبرغان ښار په جنګل باغ سیمه کې په دغه عمل لاس پورې کړی دی. 

ښاغلی خاشي وایې:  نیول شوي شخص په خپل جرم اعتراف کړی او د نوموړي دوسیه اوس مهال عدلي او قضایې ادارو ته استول شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *