د اجرایه ریاست کارکوونکو له درې میاشتو راپه دې خوا معاشونه نه دي اخیستي

ځینې خبرونه چې خاوری میانه خبري اژانس ته را رسیدلی په کې ویل شوي درې میاشتې کیږي ، چې د اجراییه ریاست کارکوونکو ته تنخواوې نه دي ورکړ شوې.
خاوری میانه خبري اژانس د یوې سرچنې له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ویلي ، د اجرایه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د څرګندونو له پاره ، د اسلامي ویښتیا د داعش د ناکامولو د ایران او فاطمیون لښکر د بریا د داعش وسله والې ډلې پروړاندې درې میاشتې کیږي چې د اجراییه ریاست د کارکوونکو معاشونه نه دې ورکړ شوې.
دغه سرچینه وړاندې وایې : د اجراییه ریاست د کارکوونکو له معاشونو پرته د دې ریاست اپراتیفي پیسې هم څو میاشتې کیږي چې دوې ته نه دي ورکړ شوې .
استاد محمد محقق د محبان اهل بیت او مساله تکفیرییانو په نړیواله ناسته کې تهران ته په خپلو خبرو کې هیله کوونکې داعش ته په خلاف قدرداني وکړه او د اعش یې د روسې دسیسه ، د استعمار او ځان لوړ ښودولو او دایې یوه نړیواله دهشت ګره ډله یاده کړه او وویل د عراق او سوریې زومندان او زور واکي ، د عراق او سوریې ځواکونه حشدالشعبی عراق او همدارنګه د ایران زور واکي ایران او د نړۍ په بیلابیلو ځایونو کې چې په دې جنګ کې یې ګډون کړی دی چې په حقیقیت کې دا جنګ د اسلام او کفر په نوم د ځینو زورواکو له لورې د نړیوالو دسیسیو څخه شمیر کیږي .
د استاد محمد محقق دغه وینا د ارګ ، د اجراییه ریاست او د دواړو مجلسونو د ځینو غړو له خوا له تندو غبرګونونو سره مخ شوه .
دا په داسې حال کې ده ،چې د اجراییه ریاست د ملي وحدمت حکومت سره د تړون په لاسلیک کې په سلو کې پنځوس سلنه په قدرت کې شریک دی ، خو د اجراییه ریاست د کارکوونکو د معاشونو په قطع کیدو سره وښودله چې د ارګ خود خواهی له حد څخه زیاته شوې ده او اجراییه ریاست اجراییه صلاحیت نه لري دا هغه څه دي چې یو شمیر سیاسي کاروپوهانو او د شمالي ټلوالۍ د رهبرانو له خوا ویل شوي دي .
همدارنګه ویل کیږي چې د وزیرانو شورا د تیرې اونې غونډه د اجراییه ریس او د مرسیتالانو له ګډون پرته ترسره شوې وه .
په دې برخه کې مو هڅه وکړه ترڅو د اجراییه ریاست د ویاند نظر له ځان سره ولرو خو بریالي نه شو .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *