پر کانټيڼڼټال هوټل برید له لا پای ته نه و رسیدلی چې د کورنیو چارو وزیر…

په داسې حال کې چې د ځان وژونوکونو حمله پر کانټيڼڼټال هوټل لا پای ته نه ورسیدلی ، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک خپل ورورو کبیر احمد برمک د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو د مرستیال په توګه وټاکه .
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چار وزرات لومړیتوب د کانټيڼڼټال هوټل د حملې مهار کول وه ، مګر دغه ټاکنه څومره مهمه وه څوک نه پوهیږي ، همدارنګه تر اوسه پورې د کورنیو چارو وزارت د ورستیو تحقیقاتو او جزیاتو په اړه چا ته معلومات نه ورکوي .
پر کانټيڼڼټال هوټل د حملې څو ورځې تیریږي خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي خاوری میانه خبري اژانس ته وویل : دا څیړنۍ او تحقیاقات څو جانبه دي او دا څیړنې وخت په بر کې نیسي .
په دې اړه چې د کابل بلخ امنیتي کمپنې تر شاه څوک دي ، او دغه ډله د چا له خوا حمایه کیږي رحیمي څه ونه ویل او یوازې په همدې جمله یې بسنه وکړه چې محکمه باید په دې برخه کې تصمیم ونیسي .
مګر ویل کیږي ، چې د کابل بلخ په نوم امنیتي خصوصي شرکت ، چې ریس یې سعید رحیمي دی ، درې هفتې وړاندې یې د کانټيڼڼټال هوټل امنیت او د ساتلو مسولیت د کورنیو چارو وزارت څخه ترلاسه کړی و .
دا پیښې په داسې حال کې ترسره کیږي ، چې د ولسمشری د ریاست د سرپرست ویاند د فتر له قوله ، ولسمشر ۱۶ ساعت کار کوي ، د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هر وخت په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو خبري کوي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *