افغانستان د استخباراتي جګړو په منځ کې

ولسمشر غني په یوه مرکه کې ویلې ، چې ۲۱ نړیوالۍ تروریستي ډلې په دې هیواد کې فعالیت لري ، پوښتنه داسې راپیدا کیږي چې ددغو تروریستي ډلو ملاتړ څوک کوي . د کومو هیوادونو پورې تړلې دي . ولې کشفي او استخبارتي ادارې په دې برخه کې کوم فعالیت نه ترسره کوي ؟
کلونه کیږي چې په افغانستان کې استخباراتي جګړې دوام لري او د غه جنګونه ۴۰ کاله کیږي چې په افغانستان کې د وینې تویدو سبب شوي دي ، هر کله چې د نړۍ یو ستر قدرت په دې هیواد حمله کوي او بیا د یوه هیواد قدرتمند کیدل د بل هیواد استخباراتي جګړې اوج ته رسیږي یا ماتې او یا هم بریا ته ورسیږي او په د غو جګړو کې د افغانستان له خلکو څخه قرباني اخیستل کیږي .
د افغانستان او انګلیس له جنګ څخه پیل د سرو لښکرو تر راتلو او بیا د امریکا راتلل ، چې دوې هر یو د خپلو شخصي ګټو په هڅه کې ول دوې هر یو د افغانستان د ویشلو له پاره پلانونه او برنامې جوړې کړې وې او هر یو دا خوښ ګڼي چې په دې هیواد باندې په غیرې مستقیم ډول حاکیمیت ولري .
هغه وخت چې روسې افغانستان اشغال کړی و، امریکا د پاکستان په همکارې مجاهدینو ته پیسې لیږلې او مجاهدینو وشو کولای ، چې د ډیرو سختو جګړو وروسته روسیه له افغانستان څخه بهر کړي ، بیا چې د مجاهدینو یو شمیر مشران د امریکا له پلان څخه خبر شول ، له روسې سره یو ځای شول او افغانستان یې پرې نه ښود چې طالبان او القاعده چې دغه ډلې د امریکا ، پاکستان او عربستان څخه جوړې شوې وې ونیسي .
د شمالي ټلوالي او طالبانو تر منځ د څو کلونو جګړو وروسته د احمدشاه مسعود ترور او د مسعود په وژنه پاڼه وا واښته ، او امریکا غیرې مستقیمه جګړه پریښوده او په په مستقیم ډول یې تروریزم سره د جګړې او افغانستان ډګر ته راودانګل په لومړنیو کلوونو کې طالبان له افغانستنان څخه ګوښه او لرې کړای شول او د افغانستان حکومت په نسبي ډول حاکیمیت درلود ، مګر له څه مودې وروسته طالبانو ترقي وکړه او د طالبانو په خوا کې ځینو نور افراطي ډلو هم په دې برخه کې د عمل قدم کیښود .
امریکا په دغه جنګ کې د لیدونکي په توګه رول لوبوه که چیرته افغانستان د تروریستانو له وجود څخه پاک شوی وای ، امریکا ته نوره د پاتې کیدو اړتیا نه حس کیده او د امریکا اوږد مهاله پلان او نقش به راټییټ وشی وای ، بس همدې ملوحوظاتو په کتو امریکا د طالبانو شتون ته ترجیع ورکړه او له همدې سره یې داسې نیم ډوله قانوني حکومت جوړ وه ، چې دا کار یې هم وکړ .
د سورې او عراق په جګړه کې داعش چې دغه ډله دا مریکا ، اسرایل او د عربستان له خوا رامنڅ ته شوې چې د روسې او ایران له خوا دغو ډلو او نورو ډلوته ماتې ورکړل شوه ، د غه ماته د دې سبب شوه ، چې داعش په افغانستان کې رشد وکړي ، دغه داعش هماغه داعشیان نه دي چې په سوریه کې موجود دي ، مګر دداعشیانو فکرونه لري .
اوس د یوې نییمې لسیزې جنګ او جګړو په تیریدو ورورسته ، ځینې هیوادونه د افغانستان په شااو خواکې د قدرتمندیدو په حالات کې دي ، لکه روسیه چین او ایران چې د امریکا د برنامو پروړاندې ودریږي او د غه ودریدل ددې سبب شوی چې امریکا په افغانستان تر یوه حده په ځمکه کې راګیره کړي او یایې ماته کړي .
د طالبانو ویشل په څو ډلو او شاخونو ، د پاکستان ستراتیژیکه همکارې له روسیې سره ،په داخل د حکومت کې د اپوزسیونونو جوړول دا هر څه هغه پلانونه دي چې امریکا ته ماتې ورکولای شي او ددغه ماتې به ددې سبب شي چې د شرق اړخ به په افغانستان حاکیمیت پیدا نکړي او د غرب اړخ به له اسیا څخه بیرون کړي .
له دې جنګ سره په افغانستان کې استخبارتي ، سیمه ایزې او نړیوال او تروریستي ډلې چې په افغانستان کې فعالیت کوي دا ټول په یوه هیواد پورې تړلي جنګونه دي ، د هیوادونو ترمنځ او د استخبارتو تر منځ په جګړه کې له خلکو ډیره ګټه اخیستل شوې . او په افغانستان کې هم له هر چا زیاته له عامو خلکو څخ ګټه اخیستل کیږي او د جګړو قرباني کیږي او دا جنګ د یوې خوا په بریا او دبلې خوا په ماتې دوام لري .
ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *