د هند پولیسو عبدالسبحان قریشي چې یو له پټو او مخفي تروریستانو څخه ، چې مشهور په ( د هند په بن لادن ) دی د نوې ډهلې په قاضي پور سیمه کې نیولو خبر ورکړی دی .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې چې د ان ډي ټي وي شبکې څخه یې را اخیستی د نوي ډهلې د پولیسو یوه چاوراکي ویلي : قریشي د قاضي پور په سیمه کې له پولیسو سره تر جګړې ورورسته ونیول شو .
نوموړي زیاته کړه : د نیول شوي شخص د اوسیدو له ځای څخه یوه اندازه وسلې او جعلي اسناد او شواهد چې دهغې پواسطه نوموړی د نپال هیواد ته تللی و او زیات وخت یې هلته تیر کړی و ترلاسه شوي دي .
دهمدغو اسنادو او شواهدو له مخې نوموړي همدارنګه په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلوونو کې عربستان هیواد ته سفر کړی او بیرته هند ته په راتګ سره یې اراده کړې وه ترڅو د هند د مجاهدینو ډله را ژوندې کړي .
قریشي په ۲۰۰۸ کال کې په دې تورن دی چې په ځنځیري توګه یې ماینونه دهند د ګجرات ایالت د احمد اباد ښار کې ځای پرځای کول . د ۲۰۰۸ کال د جولای د میاشتې په ۲۶ نیټه له یوې ګڼې ګوڼې ډک پارک ته چې په موټر سایکلونوکې شااو خوا ۲۱ ماینونه ځای پرځای شوي ول ، چې د غو ماینونو د چاودنو له امله له ۵۶ تنو څخه زیات کسان وژل شوي وه .
قریشي د ماینونو د ځای په ځای کول په تور په ۲۰۱۴ کال کې په بنګلور او همدارنګه په ۲۰۱۰ کال کې په نوې ډهلې د ماینونو د ځای په ځای کولو په تور د تروریستانو په تور لیست کې د هند د ملي تحقیاتو ټولنې له خوا شامل شو ی وه .
نوموړی د هندي پوهنتونونو څخه د سافټویر انجنیر دی ،د وسله والو ډولو فعال غړی او په دې هیواد کې د ترهګرو او تروریستي ډلو بنسټ ایښودونکي دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *