د سورې د مخالفینو هیت ، د مذاکراتو له پاره مسکو ته ځي

د سورې د مخالفینو د مذاکره کوونکو هیت اعلان کړی ، چې د روسې د بهرنیو چارو د وزارت په غوښتنه د دغې هیواد ته د سفر او د دې هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ناسته منلې ده .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې چې له روسیا الیوم څخه یې را اخیستی . د سورې د مخالفینو د مذاکراتو د هیت له خوا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي د دغه هیت د ژنو ۸ د نړیوال سفر په ترڅ کې په دې هڅه کې دي چې د یوه چوکاټ په لړ کې د عادلانه سیاسي لارو په ځانګړې توګه د سورې د مسلې په اړه نړیوال قوانین د ترلاسه کولو په هڅه کې یو .
مونږ د روسې د بهرنیو او د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه د مسکو سفر او د بهرنیو او دفاع وزارتونو، د بهرنیانو نړیوال کمیسیون داړیکو غړي د یاد هیواد په پارلمان ته مثبت ځواب ورکو .
د دغې اعلامې په ادامه کې راغلي دي : د غه هیت دغه تصمیم دې مسلې ته په کتو برابره شوې ده ، چې روسیه د سورې د موضوع په اړه طرفدار دی ، او د څارونکې په توګه د ژنو او په سیمه کې د جګړو په کموالي کې شماریږي .
ټاکل شوې ده ، چې په دغه ناستو کې بل خصوص د سیاسي بهیر د فعاله کولو په موخه د امنیت شورا ۲۲۵۴ پریکړه لیک د سورې د شرقي غوطه او ادلب سیمو کې د بر رسۍ د زیانونو د لرې کولو له پاره مشورې ترسره شي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *