د افغانستان مخابراتي شبکې له کلونو راهیسې په فساد کې ښکلې دي ، دغه فساد او درغلي له کوم ځای څخه سرچینه اخلي او حکومت ولې د دې پوښتنه نه کوي ، دا ډیره مهمه پوښتنه ده او د څیړلو وړ ده .
په دې برخه کې زمونږ زیاتره هیوادوال هر وخت شکایتونه کوي . د کابل د ښآر یو تن اوسدونکی سمیع الله خاوری میانه خبري اژانس ته وویل : هر کله چې کریډیټ زیاتوم پرته له دې چې په سلو کې لس سلنه مالیه ګرځي ، ۲۰ یا ۳۰ افغاني نورې هم نادرکه شي . سمیع الله وړاندې وایې چې د دغو شبکو له خدماتي غړو سره له اړیکو نیولو وروسته دوې وایې چې کیدای شي تاسې د پیغام او یاهم د خبرونو کڅوړې فعالې کړې وي . سمیع الله په وروستیو کې وایې چې نیمې پیسې حکومت اخلي او نیمې هم مخابراتي شبکې .
په همدې اړه یو محصل آرش شهاب خاوری میانه خبري اژانس ته وایې : چې د انټرنیټ کڅوړې هم په معیارونو برابرې نه دي ، نوموړی زیاتوي زه چې کله په هند کې محصل وم یو GB انټرنیټ راته تر یوې میاشتې بسنه کوله ، مګر په کابل کې په پنځه GB انټرنیټ سره هم خپلې ستونزې نه شم حل کولی .
په دې تړاو مو وغوښتل چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتې ټکنالوجې وزارت نظر ترلاسه کړو مګر هغوې ځواب ورکولو ته حاضر نه شول .
همدا رنګه د اترا له ریس نجیب عزیزي سره له اړیکې ورسته نوموړي له خبرو کولو ډه ډه وکړه او په دې برخه کې یې خپل نظر څرګند نه کړ .
دا په داسې حال کې ده ، چې حکومت په سلو کې د لس سلنه مالي په اخیستنه د خلکو له پاره کوم د خیر کار نه دی ترسره کړی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *