روسې د افغان ځواکونو سره د همکارۍ لپاره چمتوالی وښود

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې وویل ، مسکو چمتو دی تر څو افغان ځواکونو سره نظامي مرستې ترسره کړي .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د ( تاس ) څخه په نقل د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې د متحده ایالاتو د امنیت شورا په غونډه کې چې د افغانستان په منځګړیتوب جوړه شوې وه ټینگار وکړ چې مسکو غواړي د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او په پیاوړړتیا کې همکاري وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل : چې د دوې هېواد ژمن دی چې په افغانستان او منځنۍ آسیا کې امنیت ټینګ کړي، او زیاته یې کړه: د افغانستان شمال د نړیوالو ترهګرو داعش په ځای بدل شوی دی، او دا ترهګره ډله په سیمه کې د خپل قدرت د پلي کولو د ځان د خوندي کولو له پاره هڅې کوي .
لاوروف زیاته کړه : چې مونږ تیر کال په افغانستان کې په بې څارې ډول د نه شي توکي کښت او تولید زیاتوالوالی ولید ، چې د غه موضوع په دغه هیواد کې د ترورویستي ډولو ته مالي سرچنې برابروي .
نومړي زیاته کړه : د دغو تهدیداتو د مخنیوي له پاره باید جدي اقدامات ترسره شي ، کیدای شي چې د نشي توکو کښت ، قاچاق نړیوالو ترهرګر و ته مالي سرچینې برابرې کړي چې له دې سره به د سیمې او نړۍ هیوادونه له خطر سره مخ شي .
د روسې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه : مسکو چمتوالی لري ترڅو افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکړي او له افغان ځواکونو سره د تروریزم په ضد کې مبارزه وکړي .
لاوروف همداراز ټینګار وکړ : چې په افغانستان کې دوامداره اقتصادي او پرمختیایي پراختیا د هیواد په ثبات کې د یو اغیزمنې کړنې په توګه لیدل کیږي او باید همداسې پاتې شي .
ده همداراز زیاته کړه « اقتصادی اوراسیا ټولنه » ( د اروپایانو اقتصادي اتحادیه) او خپلواک دولتونه افغانستان ته د خپلو ځینو بازارونو د برابرولو له لارې د دې هیواد د ثبات له پاره همکاري او مرسته وکړي .
د روسیې خارجه وزیر وویل : چې هیواد یې په افغانستان کې د اقتصادي او زیربنایي پروژو پلي کولو کې څو اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روسې ولسمشر هم افغانستان کې له امریکا سره د همکارې د چمتو والي اعلان کړی و او په افغانستان کې د تروریزم په له منځه وړلو کې یې د روسې او امریکا همکارې اغیزمنه په ګوته کړې وه .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *