ارګ او سپیدار ماڼۍ د ټاکنو د ترسره کیدو قدرت لري ؟

د ملي وحدت حکومت ، چې د یوه سیاسي تفاهم لیک ، د یو شیمر ستونزو او جوړښتونو له مخې چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې رامنځ ته شول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری له خوتا رامنځ ته شو .
ځکه چې ټاکنې د درغلیو له پاره جوړې شوې وې ، او رایې د انسانانو له رایو څحه ډیرې وې ، چې په اخر کې هیڅ کومې یوې ملي او نړیوالۍ ادارې ونه شو کړای چې پاکه رایه له ناپاکې رایې څخه جدا کړي نو دا تړون رامنځ ته او لاسلیک شو .
په دغه تړون ( تعهد نامه ) کې مهم ټکي د لوې جرګې رابلل ، د اساسي قانون تعدیل ، د ټاکنو د سیستم اصلاح ، د اجراییوي ریاست د بست رامنځ ته کول د کابینې او د وزیرانو شورا تفکیک او داسې ځینې نور موارد ول ، چې د ملي وحدت حکومت د تیرو درې کلونو په ترڅ ونه شوی کړای چې د اجراییوي بست پرته نورو برخو ته د کار په موخه وخت پیدا کړي .
که څه هم د ملي وحدت حکومت د دوو کلونو له پاره جوړ شوی وه ، مګر د امریکا له یو شمیر خبرو اترو وروسته پریکړه وشوه ، چې د درې نورو کلونو له پاره هم تمدید شو . دا ټول کارونه ترسره شول اوس ، چې یو کال او څو میاشتې نورې د حکومت پاتې دي ایا دا حکومت چې خپله د درغلیو په نتیجه کې رامنځ ته شوی دی ، کولی شي چې سرتاسري پاکې او شفافې ټاکنې ترسره کړي ؟
د شننوکو په باور د ټاکنو کمیسون ویلې چې پارلماني ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د سرطان په میاشت کې ترسره کوي دا امکان نه لري ، مګر حکومت پلان لري ، دا ټاکنې هم رهبري او تر کنټر ول لاندې کړي او نه پریږدي چې څوک په کې بریالي شي .
دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان د پارلمان غړي د څو کالو راهیسې په غیرې قانوني ډول خپله دنده پرمخ وړي ، فرمانونه ، قوانین او امتیازیات ترلاسه کوي په داسې حال کې چې دغه مجلس هم تر ستونې پورې په فساد کې ککړ دی .
د امنیت نه شتون یوه بله ستونزه ده چې د ټاکنو د ترسره کیدو مخنیوی کوی ، همدې حال کې ویل کیږي چې په سلو کې څلویښت سلنه ځمکه د دهیواد د ښمنانو په لاس کې ده او اټکل کیږي ، چې په راتلونکې پسرلي کې به د غه ارقام تغیر وکړي او جګړې به شدت پیدا کړي ، چې د جنګ د غه زیاتوالی به په زیاتره ولایتونو ، ولسوالیو کې د دې سبب شي ، چې ټاکنې به په کې سمې ترسره نه شي بلکه د سله والو طالبانو ، تروریستي ډلو او یاهم د داعش د خوښې نوماند به بریالی کیږي .
د ټاکنود ترسره کیدو پر وړاندې د شته ستونزو سره سره ، د حکومت په داخل کې شته ستونزې هم پرې زیاتوې شوې دي دغه ستوونزې د قوي اپوزیسیون د استاد عطامحمد نور ، جنرال رازق ، امیر اسماعیل خان ، حاجي ظاهر قدیر ، حامد کرزی او … تر منځ رامنځ ته شوی دی ، که چیرته په ټاکنو کې درغلي وشي نو د هیواد حالات به د بحران په لور ولاړ شي .

دا به داسې حال کې ده ، چې هیواد اوس هم د ګړنګ په غاړه ده او د دغو ګډوډیو رامنځ ته کوونکی ارګ دی ، ځکه د جمعیت اسلامي ګوند له مشورې پرته یې استاد عطا له دندې ګوښه کړ چې دغه لرې کول د دې سبب شو چې استاد اعطا ودریږي او غبرګون وښایې چې د غه غبرګون د دې سبب شو چې د مرکزي دولت حاکیمیت تر پوښتنې لاندې را ولي او بلې خوا ته جنرال ظاهر حکومت ته اخطار ورکړ ، چې دا ټول د دې سبب شو چئ د مرکزي حکومت بریالییتوب تر پوښتنې لاندې راولې .
سره له دومره ستونزو او مشکلاتو چې د ټاکنو د ترسره کیدو پروړاندې شتون لري د ملي وحدت حکومت د ټاکنو د ترسره کیدو جوګه نه دی ، نو د دې بدیل لاره د مجاهدینو په مشرې د لنډ مهال حکومت رامنځ ته کول او روسره د غربي مشرانو همکاري ، چې پارلمان منحل شي او اپوزیسیون یو څه اندازه قدرت په لاس کې ونیسي ، که چیرته له دې کار پرته ټاکنې ترسره شي نو له درغلیو او بډو څخه به ډکې ټاکنې وي .
ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *