په کندز ښار کې د یویې تروریستي حملې مخنیوی وشو

د ملي امنیت ریاست د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو ځان وژونکی چې د سله والو طالبانو غړی دی ، هدف ته له رسیدو وړاندې د کندز ولایت په مربوطاتو کې نیولی دی .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د افغانستان د ملي امنیت له خبر پاڼې څخه په نقل نیولی شوی تن قاری محمد صادق د بیک محمد زوې چې په خپلو لوړیو اعترافاتو کې یې ویلي ، چې د وسله والو طالبانو غړی دی او د دغې ډلې د رهبرې له لورې د تروریستي پیښو د هماهنګولو او ترسره کولو په موخه د کندز ښار ته استول شوی و .
په خبر پاڼه کې راغلي ، چې نوموړي غوښتل د یوه حلقه ماین پواسطه چې خپله یې جوړ کړی و او یوه اندازه چاودې دونکي توکي د کندز په هغه سیمه و چووي چې مخکې تر مخکې یې په نښه کړې وه .
په دغو عملیاتو کې لاسته راغلی ماین او چاودیدونکي توکي د امنیتي ځواکونو له لورې خنثی شوي دي .
دا په داسې حال کې ده ، چې تیره اونۍ هم د افغانستان ملي امنیت زیاتې لاسته راوړنې درلودې ، چې په هلمند ، تخار او کابل کې دا ډول کسان هدف ته له رسیدو وړاندې نیولي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *