د زیباک ولسوالۍ د پاکستان وسله والو مخالفینو له پاره خوندي پټنځای تر افغانستانه

د بدخشان د ولایتي شورا غړي وایې ، د زیباک ولسوالۍ چې د پاکستتان له چترال سیمې سره سرحد لري ، د څه مودې راپه دې خوا د دولت ضد وسله والو مخالفینو د کاروان د اکمالاتو په خوندي پټنځای بدله شوې ده ، وسله وال طالبان له همدې لارې جنګي سرتیري او تجهیزات د پاکستان له خاورې څخه ترلاسه کوي .
طلب الدین قادري د بدخشان دولایتي شورا غړي خاوری میانه خبري اژانس ته وایې : د زیباک ولسوالۍ دکوتل توپ خانه سیمه چې د پاکستان له چترال سره هم سرحده ده ، له مودې راپه دې خوا د دولت ضد وسله والو مخالفینو د اکمالاتي کاروان په لاره بدله شوې ده ، او دغه ډله له دې لارې خپل جنګي سرتیري په وردوج او یمګان ولسوالیو او د بدخشان په یو شمیر نور سیمو کې تمویل او تجهیز وي .
د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال محمد سردار سروري هم د غو خبرو په تایید سره وایې وسله وال طالبان چې وردج او یمګان ولسوالۍ په خپل کنټرول کې لري .د زیباک ولسوالۍ له غرنیو سیمو څخه په ګټه اخیستنه د پاکستان له خاورې څخه جنګي قوه او نظامي تجهیزات ترلاسه کوي .
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني خاوری میانه خبري اژانس ته وویل : د دې ولایت د امنیه قوندانۍ له لورې هڅې روانۍ دي ترڅو په یادو سیمو کې ( هغه سیمې چې د دولت ضد وسله واال مخالفین ورڅخه د تګ راتګ او د اکمالاتو او تجهیزاتو ګټه اخلي ) امنیتي پوستې جوړې کړي .
دا په داسې حال کې ده ، چې ویل کیږي تیره شپه ( ۲۴ جدي ) یوه ۶۰ کسیزه وسله واله ډله چې په سپکو او درنو وسلو سنبال وه ، تر اوسه یې هویت په اړه معلومات نشته د پاکستان له خاورې د بدخشان ولایت زیباک ولسوالۍ ته را داخل شوي دي ، دغه ادعاوې د بدخشان پولیسو له لورې رد شوې .
محراب الدین ابراهیمي . د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *