د ارګ او استاد عطا اختلافات ( کړکیچونه ) یو میتاشتني شول

د دوشنبې په ورځ ( ۲۸ د قوس ) د ولسمشر د رسنیو د فتر خبر ورکړ ، چې ولسمشر غني د استاد عطا استفا ومنله ، چې دا کار د دې سبب شو ترڅو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني یونان هیواد ته خپل سفر په نیمایې کې پریږدې او استاد عطا د ارګ پر وړاندې ودر وي .
دا چاره په همدې حال کې د دې سبب شوه چې په داخل کې ډله او ډلبندې شروع شي چې تر اوسه د غو ډلودا پایله وښوده چې د استاد عطا د استعفا د منظورې څخه یوه میاشت کیږي ، خو ارګ تر څو نه دی توانیدلی چې نوی والي د بلخ ولایت کاري مقام ته ورسوي .
د دغو اختلافاتو په لومړیو ورځوکې د افغانستان د جمعیت اسلامي حزب د اعلامې په خپره ولو سره ی د استاد عطاڅخه خپل ملاتړ اعلان کړ، پس له همدې استاد عطامحمد نور د معمول په ډول هره ورځ مطبوعاتي کنفرانسونه د حکومت په غبرګون کې دایروي او خپل دریځ اعلان وي .
ولې یو والي دارګ له فرمان څخه سرغړونه وکړه ؟
د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه ریس او د بلخ لرې کړی شوی والي خپل ځان د هر تاجک مشر ګڼي او زیاد پلویان هم لري ، په ورته وخت کې داسې خبرونه موجود دي ، چې ټاکل شوی ده د بلخ والي خپل ځان راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړي او یاهم د جمعیت د ګوند له نوماند څخه ملاتړ وکړي .
اوس نو په دې حساب کې استاد عطا چې خپل دریځ غوره کړی دی باید د بلخ ولایت وساتي . همدارنګه که چیرته نوموړی له خپل قدرت څخه د دې مکتوب په اساس لرې شوی وای په دې سره به یې خپل زیات پلویان له لاسه ورکړي و ، چې دا یوه لویه ماته وه ، هغه کارونه چې استاد عطا ترسره کړل دارګ او ریس جمهور غني قدرت او توانایې تر سوال لاندې راووستته .
ارګ د څه په لټه کې دی ؟
ډیر کم داسې اټکل کیږي ، چې ولسمشر د یوې دورې له پاره وي ، اکثره خلک چې په لومړیو ټاکنو کې بریالي شوي دي نو په دوهم ځل ټاکنو کې د بریالیتوب چانس ډیر زیات وي . اوس ولسمشر غني پلان لري چې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د دوهم ځل له پاره ځان نوماند کړي . او په داسې ځان غوښتنه چې ارګ یې لري ، که چیرته د دوهم ځل له پاره بریالی شي نو د دیموکراسۍ په چوکاټ کې که به ټول په کور کینوي .
ارګ د هغو شخصیتونو د لرې کولو په هڅه کې دی ، چې په راتلوونکو ټاکنو کې د ارګ له پاره ستونزمن واقع کیږي ، چې له دې شخصیتونو څخه یو هم استاد عطامحمدنور دی ، د استاد عطا په لرې کولو سره ارګ کولی شي چې په نورو ولایتونو هم خپل حاکیمیت زیات کړي .
په شمال کې د داعش د راپیداکیدو اندیښنه په ځای ده ؟
د داعش وسله واله ډله یوه تروریستي ډله ده ، چې په دې ورستیو کلونو کې یې د شمال امنیتي وضعیت خراب کړی دی .د ځینو سیاسي شننونکو پر وینا د هیواد څخه د جنرال دوستم جلاوطني د شمال د نا امنه کولو یوه برنامه ده او د استاد عطامحمد نور لرې کول هم د دې یوه بله برخه ده ؟ خپله استاد عطا هم د خپلې استفعا د نه منلو سبب د داعش زیاتوالی بیانوي .
د جنرال دوستم د جلاوطنۍ څخه چې کومه تجربه لرو ، دا مونږ ته د منلو نه ده ، چې غیرې مسول وسله وال ، طالبان او نورې تروریستي او ورانکارې ډلې تور بیرغ په بلخ کې پورته کړي او شمال په یو وار داعش ته وسپارل شي دا نو اوس یوه برنامه ده او کنه ؟ برنامه څوک ده ؟ دا جدا بحث دی مګر د استاد عطا له بلخ ولایت څخه د لرې کیدو په صورت کې د بلخ د ناامنې ځواب څوک وایې ؟
د بلخ او ارګ اختلافات او کړکیچ به کله پای ته ورسیږي ؟
یو څه چې روښانه واضع شوی دی هغه دا ، چې نور هر څه مخ په هواریدو دي دواړه خواویې ځینې غوښتنې لري ، چې د دغو غوښتنو په منلو سره به یاده موضوع پای ته ورسیږي . خو که چیرته ارګ له زور او له قواوو څخه کار واخلي ، د ا بله خوا هم اخري حده ته رسیدلې ده ، او خلک خو هسې هم له وزګارې ، نا امنۍ ، ټولنیزو ستونزو ، تعصب او … تر ستوني راغلي دي چې د اور یو وړوکی بڅرکی د اور سونامي جوړوي ، چې دا اور تر هر ځای پورې رسیږي .
که چیرته ارګ اود حکومت داخلي او بهرني مشاورین امنیتي ځواکونه او زور د حل لاره ګڼي ، غلطي کوي دوې به د خلکو له زور څخه نا خبره وي ، او حکومت باید د خلکو د غوښتنو په مطابق کار وکړي ، که نو تباهي به یې خپله لمن هم ونیسي .
ندیم پارسینا

Author

About Author