د سعودي ۷ نظامیان د انصارالله د ځواکونو له لورې و وژل شول

د انصارالله ځواکونو د سعودي د نظامیانو پروړاندې د یو لړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د هغوې ۷ تنه نظامیان و وژل .

د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د النشره څخه په نقل د انصارالله ځواکونه د سعودي عربستان د نظامیانو پروړاندې د جازان ، نجران و عسیر سیمې چې د عربستان جنوب غرب کې موقعیت لري په خپلو عملیاتو کې بریالي شول ، د نجران په سیمه کې یې ۳ تنه د سعودي نظامیان په هلاکت ورسول .

د دغه راپور له مخې د انصارالله ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په یادو شو سیمو کې د سعودي ۴ نور نظامیان په مخامخ جګړه د ځای په ځای شو ماینونو او بمونو له امله وژل شوي دي .

د انصارالله ځواکونو اعلان کړی ، چې د سیمې له توپخانې څخه په استفاده یې د سعودي د نظامیانو د اوسیدو له ځایه د جازان کلیوالي سمې حامضه د حملو هدف ګرځولی دی .

همدارنګه هغوې د کاتیوشا توغندیو په وسیله د دغو نظامیانو د راټولیدو ځای چې په پادګان املخیل په جازان کې موقعیت لري . هم د حملو دترسره کیدو له پاره په نښه کړی دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *