د پردې تر شاه بلخ ته د ویس احمد برمک سفر

د کابل او بلخ تر منځ د ورستیو اختلافاتو او ګډوډیو د استاد عطا د بلخ ولایت څخه د لرې کولو په موخه یو شمیر قومي مشرانو او جهادي قومندانانو بلخ ته سفرونه ترسره کړل . اما په داسې حالاتو کې ولې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ولسمشر باوري کس ویس احمد برمک بلخ ته سفر وکړ ؟
استاد عطامحمد نور ته یوې نږدې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي خاوری میانه خبري ا ژانس ته وویل : ویس احمد برمک له یو بنډل وړاندیزونو سره د استاد عطامحمدنور خوا ته راغلې و . او له استاد عطا څخه یې وغوښتل تر څو جمعیت پریږډې او خپله خبرو اترو ته را وړاندې شي . مګر استاد عطا د مرکزي حکومت دغه غوښتنه نه ده منلې . )
دغې سرچینې د وړاندیزونو د بنډل په اړه څه ونه ویل مګر زیاته یې کړه ، چې حکومت په دې هڅه کې دی تر څو د جمعیت ګوند په منځ کې درز پیدا کړي .
د غې سرچینې تایید کړې ده ،استاد عطامحمد نور ویس احمد برمک ته ویلي دي ، چې د جمعیت ګوند عام او تام صلاحیت لري ، تاسې د جمعیت ګوند سره خبرو اتر ته وړاندې شې .
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک څو ورځې وړاندې په یوه نا اعلان شوي سفر بلخ ته تللې وه په همدې حال کې استاد عطا محمد نور د کورنیو چارو د وزیر د سفر دلیل د بلخ په ورستيیو امنیتي حالاتو خبرې یادې کړې .
له ډیر هڅو وروسته بیاهم په دې ونه توانیدم چې په دې اړه د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک نظر هم را واخلم ، خو ویس احمد برمک په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي ( په دغه سفر کې د شمالي ولایتونو امنیټي اوضاع تر څیړلو لاندې ونیول شوه .
همدارنګه ویس احمد برمک په بلخ کې له خبریالانو سره د لیدنې پرمهال عطامحمد نور ته د ( والي صاحب ) خطاب وکړ .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *