د امریکا اندیښنې د روسې ، ایران او د ترکې له مثلث څخه

د روسې لوړپوړي چاروکې په دې باور دي ، چې امریکا د روسې ، ایران او د ترکې په یوالي ډیر سخت په اندیښنه کې ده او هڅه کوي ، چې دې یوالي ته زیان ورسوي .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې د روسې د سنا مجلس د امنیتي او دفاعي چارو کمیسیون مرستیال فرانتس کلینتسویچ وویل : زمونږ په باور په نژدې راتوونکې کې به د امریکا سیاسي حملې د روسې ، ایران او ترکې د یوالي په مثلث پیل شي .
کلینتسویچ د ملل متحد سازمان د امینت شورا د تیرې شپې ناستې په ځانګړې توګه د ایران له پاره وه په اشارې وویل : امریکا دا حق نه لري چې د نړیوالو له خوا د ایران په خلاف موضع ونیسي او دغه هیواد تهدید کړي .
کلینتسویچ دایران په داخلي چاروکې د امریکا لاس وهنې ته په اتنقاد نیولو سره زیاته کړه : په ملل متحد سازمان کې چا امریکا ته د دې حق ورکړی ، چې د ټولې نړۍ د هیوادونو په اړه خبرې وکړي او بیا په ځانګړې توګه یو خپلواک هیواد تهدید کړي .
د روسې د غه لوړ پوړې چارواکي زیاته کړه چې امریکا باید د واقعیت ته په تاکید سره فکر وکړي چې ایران له عراق او د لیبیا هیوادونو سره توپیر لري .نوموړي زیاته کړه د امریکا سیاستمداران همیشه له لرې لیدو ( په دقت له کتو ) لرې پاتې دي .
نوموړي وویل : د ایران په شان د د قوي نظام درلودنکې هیواد د بې ثباتې له پاره هڅې د منځنۍ اسیا حالت په شددت سره ګډوډ کولی شي .
د روسې دغه مقام وویل : امریکا د دې له پاره چې ایران له رسمي مسیر او لارې څخه وباسي حتا د دې له پاره چمتو ده چې ټوله نړۍ په یو طرفه ډول لغوه کړي چه دا اقدامات په ایران باندې په مختلف ډول د حملو ترسره کولو زمینه برابولی شي.
د ایران په ځینو برخو کې د دتیرو ورځو په رامنځ ته شو نا ارامیو په تړاو د امریکا جمهور ریس دې صحنې ته را داخیل شو او په ښکاره توګه یې په ایران کې د خیابانی لاریون کوونکو څخه ملاتړ اوښود .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *