ټرامپ د شمالي کوریا د مشر پروړاندې په شاه تګ وکړ

ډونالډ ټرامپ له خپلو جنجالي څرګندونو وروسته د ( کیم جنګ اون ) پروړاندې اعلان وکړ ، چې د شمالي کوریا له مشر سره خبرو اترو ته اماده یو .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې : په داسې حال کې چې شمالي کوریا د خبرو اترو نوی وړاندیز له سول څخه ومنه ،د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړه .چې دا خبرې اترې د چنوبي کوریا د ۲۰۱۸ کال د ژمي د المپیک له مسلې څخه وړاندې ترسره شي .
جنوبي کوریا وړاندیز کړی و چې دشمالي ګاونډیو ورزشکارانو سره د ۲۰۱۸ کال ژمي د المپیک سیالیو پرمهال پیونګ چانګ دوه هیوادونه د خبرو اترو له پاره حاضر شي .
همدارنګه ټرامپ د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې له ده څخه ترسره شوه ایا د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره په مستقیم ډول خبرو اترو ته چمتو یاست وویل : په جدي ډول دا کار کوم . مګر نوموړي ټینګار وکړ چې دارنګه امر منل بغیر له کوم شرط څخه د منلو وړ نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ( رکس تیلرسون ) ویلي وه چې امریکا پرته له کوم شرط څخه له شمالي کوریا سره خبرو کولو ته اماده ده .
د امریکا ولسمشر چې تراوسه یې د پیونګ یانګ پروړاندې کلک دریز غوره کړی و او څو ځله یې شمالي کوریا ته د حملې کولو ګواښ کړی و . اوس د دوو کوریاګانو تر منځ خبرو اترو له خپل دریځ څخه متاثره کړی دی .
تیره اونۍ کیم جونګ اون واشنټن ته ګواښ وکړ ، چې د اټومي وسلې تڼۍ د ده په میز همیشه پرته وي ، چې د ټرامپ له ورته غبرګون سره مخ شو ، ټرامپ وویل چې د اټومي وسلې ترټولو قوي توکمه د خپل میز پر سر لري .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *