په امریکا کې د مسلمانانو د پام وړ زیاتوالی

يوه تحقیقاتي مرکز وړاندوینه کړې ده ، چې د امریکا مسلمانان به تر ۲۰۴۰ کال پورې په دویمه پر جمعیته مذهبي ډلې بدله شي.
د خاورمیانه خبرې اژانس د خبر له مخې چې د الجزیره شبکې څخه را نقل شوی دی : د “پیو” تحقیقاتي مرکز څیړنو ښودلې ده چې په ۲۰۱۷ کال کې په امریکا کې ۴۵ / ۳ مسلمانانو ژوند کاوه ، چې ددغه هیواد د نفوسو په سلو کې ۱/۱ یې تشکیل کړی و. په دغه راپور کې ویل شوي دي ،چې په موجوده وخت کې په امریکا کې یهودیان د نفوسو له مخې د مسلمانانو څخه زیات دي ، چې هغوې د امریکا دویمه مذهبي ډله حسابیږي،اما تر ۲۰۴۰ کال پورې به دغه حالت توپیر وکړي لکه څنګه چې په امریکا کې د مسلمانانو شمیرد یهودیانو په وړاندې ډېر زیات پرمختګ کړی دی.
ددى وړاندوينى په اساس تر ۲۰۵۰ کال پورى به دمسلمانانوتعداد په امريکا کى تر ۸ / ۱ ميليونو ته ورسيږي ، چى ددې هيواد په سلو کى ۱ / ۲ برخه به وي ، داسلام ددين پيروان به په هر کال کى سل زره په شااو خوا کې زيات شي چې اصلي علت به يى امريکا ته دمسلمانانو مهاجرت وي، چى دمسلمانانو ډله به پياوړې کړي .

دپيو دمرکز په وړاندوينه کى راغلي د دې وخت به زموږ لومړنۍ لاسته راوړنه دامريکا دمسلمانانو په هکله په ۲۰۰۷ پورى مربوطيږي دامريکا دمسلمانانواندازه په چټکې سره مخ په زياتيدو ده ،په همدې حال کې مسیحیان هم سره له زياتې فاصلې ددى هيواد ۷۱ سلنه برخه تشکيلوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *