ولسمشریزو ټاکنو له پاره د پلان جوړول چې ترسره کیدل یې ناشونې دي

جمهورریس غنی او هغه ته نږدی کړۍ او اشخاص د هیواد د لومړي شخص په توګه د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو له پاره پلان او برنامې جوړې وي ، که څه هم شونې ده چې ټاکنې د وخت په را رسیدو سره ترسره شي ، خو بیا هم د غه خوا له ډیر احتیاط څخه کار اخلي ، له هیواد او له میدان څخه مهم غړي او هغه اشخاص لري کوي چې د هیواد په راتلوونکې کې مهمه برخه لري . چې په دې سره خپل ځان ته لاره هواروي .
د دې برنامې او طرحې لومړی قرباني جنرال دوستم وه ، ځکه چې دوستم له حکومت څخه نا راضه شو او دا ناخوښي له دې وجې رامنځ ته شوه چې د ارګ په زیاتره غونډو کې د ګډون اجازه نه ورکول کیده ، او همدارنګه د هغه په حوااله نوموړی ادعا کوي چې حکومت د ده د لرې کیدو له پاره ځانګړې دسیسې درلودې ترڅو نومړی د افغانستان له سیاسي ډګره له منځه یوسي ، چې کله حکومت په دې پوه شو چې دانسخه په کار نه شوه ، نو په همدې ډول یې د جنرال دوستم شخضیت وژنه وکړه د ایشجي قضیه یې په نوموړي پورې وتړله او جنرال دوستم یې د نړیوالۍ ټولنې په مرسته ترکی هیواد ته د جلاوطنۍ له پاره اړ کړ .
د دې قربانې دوهم هدف احمدضیا مسعود و ، احمدضیامسعود په ټاکنو کې د تحول او تدوم ټیم پلوي وکړه چې د تاجک قوم نه ورسره هیڅ څوک هم نه و ، په همدې حال کې په احمدضیا مسعود ډیرې نیوکې وشوې ، خو له لږ وخت وروسته احمدضیا مسعود یې له دندې لرې کړ ، په ورته وخت کې احمدضیا را پورته شو حکومت ته یې اختار ورکړ او له جنبش سره یو ځای شو غوښتل یې تر څو په حکومت زور واچوي خو لاس یې د تږي لاندې و، وې نه شو کړای چې وړاندې اقدامات ترسره کړي .
د جمهور ریس غني چې له عطا سره له وړاندې نه په زړه کې کینه وه . هغه یې دې ته اړ کړ تر څو له ارګ سره مذاکرې کولو ته حاضر شي . له استاد عطا څخه یې په سیاسي دوکه بې لاسلیکه استعفا لیک واخیسته ، دغه استعفا لیک يې له یو څه وخت وروسته را ښکاره کړ نو په دې وخت کې ټول په دې وپوهیدل چې اوبه د ستونې اوښتي دي . نو ځکه عطا راپورته شو د دې کار لامل یې عبدالله عبدالله وباله په داسې حال کې چې خپله عبدالله هم په دې معامله کې ځان شریک بللی دی .
جنرال رازق یو بل له هغو مهمو غړو څخه دی، چی دهغې دلرې کیدو تصمیم نیول شویدی، او داټول تصمیمونه دټاکنو لپاره دي، چی پلی کول یی ممکن دي. د دوې له قوله د ځینو دلایلو له وجې دوې باید د قدرت جزیره له منځه یوسي ترڅو په شمال ، جنوب ، شرق او غرب کې چې هر څه وغوواړي ترسره یې کړي .
د ټاکنو ترسره کیدو ته ډیر وخت نه دی پاتې ، خو کیدای شي چې پارلماني ټاکنې د سرطان په میاشت کې ترسره نه شي ، چې دا کار به د دې سبب شي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د ټاکنو د ترسره کیدو له پاره نوره مرسته ونه کړي .
په ۲۰۱۴ کال کې چې کومې له درغلیوڅخه ډکې او جنجالي ټولټاکنې ترسره شوې ، ټوله نړۍ دې پایلې ته ورسیده چې په افغانستان کې ټاکنې او د خلکو رایه د حکومت په ټاکل کیدو کې رول نه لري . ځکه چې ریس جمهور د امریکا له خوا ټاکل کیږي ، چې دا چاره جان کیری په ثبوت ورسوله.
د افغانستان د خلکو په دې حال چې لري یې افسوس حکومت غیری قانوني ، پارلمان غیرې قانوني ، حکومت له سرپرستې ډک ، د امنیت نه شتوالی او اقتصادي ستونزې چې هیوادوال ورسره هره ورځ لاس او ګریوان دي . په همدې حال کې که چیرته ټاکنې هم ترسره نه شي نو د هغو خلکو راتلونکی به څه وي چې په دې هیواد کې ژوند کوي . د دې په خواکې ځینې خبرې شتون لري چې ډاکټر عبدالله عبدالله له غني سره روغه جوړه کړې چې له همدې لارې خپله زورواکي وساتي ، خپل پلانونه او برنامې عملي کړي چې دا اوس له دندې ګوښه کول او ټاکل د دوې له همدې پلانونو څخه دي تر څو دا دواړه زور واکي په خپل واک کې پاتې شي . همدا راز ویل کیږي چې د هیواد په شمال کې د داعش پیدا کول هم د دهمدغو برنامو څخه یوه برنامه ده ځکه عطامحمد نور دا شک لري که چیرته بلخ پریږدي نو داعش به د بلخ تر دروازې پورې ورسیږي .
په داسې حال کې چې په کوم ډول امنیتي وضیعت مونږ قرار لرو په سلو کې څلویښت سلنه خاروه زمونږ د دښمن په لاس کې ده ، په دې ډول حالاتو کې د شمال او جنوب څخه د دوو مهو غړو په ګوښه کیدو سره ارګ څه غواړي ؟ ولې ارګ له هغو کسانو سره چې په فساد کې ککړ او له دوې سره دي قانوني چلند نه کوي ؟ ولې هغو کسانو چی په جنبش او پلویانو باندیې حمله کړی نه محاکمه کیږی ؟
ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *