د ملي امنیت ریاست د داعش ۱۳کسیزه ډله نیولې ده

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن چهارشنبه ( ۱۳ جدي ) اعلان وکړ چې د داعش یوه ۱۳ کسیزه ډله یې نیولې ده .

د دې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغې ډلې بهرنۍ او داخلي اړیکې درلودې او همدارنګه یادې ډلې په کابل کې د لویو بریدونو موخه درلوده .

خبرپاڼه وړاندې لیکې ، چې دغې ډلې دوسله والو په راوستو او مسلحه کولو کې مهم رول درلود . د خبرپاڼې له مخې په دغه ډله کې داخلي او خارجي وسله وال شتون لري .

دا په داسې حال کې ده ، چې په دې ورستیو کې د زیاتو ځانمرګو بریدونو مسولیت د داعش وسله والې ډلې پر خپله غاړه اخیستی دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *