په سعودي کښې د فقرله اندازې څخه د ملګرو ملتو حېرانتيا

ملګرو ملتو د سعودي په مختلفو سيمو کښې د فقر او غربت په اندازه د حېرانتيا څرګندونه وکړه.

همدارنګ له سعودي چارواکو يې وغوښتل چې د ښځو د موټر چلونې د ممنوعيت قانون ختم کړي او په ښځې باندې د سړي د قېموميت نظام دې اصلاح کړي.

د سخت فقر او بشري حقوقو په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص رپورټر فېلېپ السټون پرون په رياض کښې يو اخباري کانفرنس کښې وويل: زما اندېښنه دا ده چې سعودي حکومت د محافظه کارانو د يوې وړې ډلې اواز ته غوږ ايږدي. يوه داسې چاره چې په اجتماعي او اقتصادي پرمختګ کښې چې سعودي ٢٠٣٠ کال پروګرام ته پکښې  د کتنې په طرح کښې پروګرام سنجونه کړې او د وليعهد جانشين محمد بن سلمان يې اعلان کړے په اجتماعي او اقتصادي پرمختګ کښې د ګډوډۍ سبب  شي.

دغه اخباري کانفرنس سعودي ته د السټون د دولس ورځني سفر په آخر کښې وشو چې په دغه سفر کښې هغه له وزيرانو او هغو خلقو سره چې په ډېر  بد حالت او  سخت فقر کښې او هغه هم په داسې هېواد کښې چې  له تيلي سرچينو ډک دے کتنه وکړه

هغه په دوام کښې وويل: احساس کوم چې سعودي پکار دي ښځو ته د ډرائېورۍ د حق د ورکولو لوري ته حرکت ورکړي.

هغۀ همدارنګ اشاره وکړه چې د دغه هېواد په جنوب کښې جازان ته چې د دنيا د تېلو د وړومبي صادر کوونکي او د عربو هېوادونو د ترټولو ستر اقتصادي قطب  سعودي يوه سيمه ده سفر کړے او په دې چوکاټ کښې يې وويل: د دغه ځاے د ژوند حالت به د سعودي ښاريز  ګوته په خوله کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *