د کندهار میوند ولسوالۍ کې ۱۶ پولیس وژل شوي

لسګونو وسلوالو تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې پر امنیتي کمربند برید کړی، خو په شا تمبول شوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وویل، چې په دې جګړه کې وسلوالو ته “سخته مرګ ژوبله” ور اوښتې ده.

نوموړی په دې جګړه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله مني، خو وايي کره شمېر یې نه لري.

خو یوه ځايي چارواکي له نوموښودنې پرته بي بي سي ته ویلي، طالبانو د سور بغل پوسته ونیوله، خو له ژړۍ او پنجوايي څخه د مرستندویه پولیسو په رسېدلو سره شاتګ ته اړ شول.

دغه سرچینه وايي په دې څو ساعته جګړه کې، ۱۶ پولیس وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

دوی دا هم وایي، چې په دې جګړه کې د طالبانو د مهمو کسانو په ګډون ۱۵ وسلوال وژل شوي او د ۸ مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د ځايي چارواکو په خبره، طالبانو له نیولې پوستې یو زغرګاډی هم بوولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *