داعش د روسيې او چين لپاره له طالب ډلې نه زيات جدي ګواښ دے

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار وويل: داعش د روسيې او چين لپاره له طالب ډلې زيات جدي ګواښ دے.

د پاکستاني رسنيو د رپوټ له  مخې د پاکستان د وزيراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز له جيو ټيلي ويژني چېنل سره په مرکه کښې اعتراف وکړ چې داعش په افغانستان کښې خپل فعاليتونه زيات کړي دي او طالب ډله نوره د روسيې او چين لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کيږي، بلکه د دغو دواړو هېوادونو لپاره اصلي ګواښ داعش ترهه ګره ډله ده.

سرتاج عزيز تېره ورځ د جيو چېنل (( نوے پاکستان)) نومې پروګرام کښې وويل: داعش دهشتګرده ډله او د دغې ډلې غړي او نېټ ورک په افغانستان کښې  د پراختيا په حال کښې دي. روسيه او چين پکار دي دغه خطر درک کړي. طالب ډله نوره د د دغو دواړو هېوادونو لپاره ستر خطر نه  ګڼل کيږي بلکه د دغو دواړو هېوادونو لپاره ډېر ستر ګواښ د افغانستان په دننه کښې د داعش دهشتګردې ډلې د فعاليتونو پراختيا ده او دغه موضوع په خاصه توګه د ماسکو لپاره جدي ګواښ دے.

د داعش تکفيري دهشتګردې ډلې ځواکونه په عراق او سوريې کښې د سختو  ګوزارونو د خوړلو په وجه تر سخت دباو لاندې راغلي دي او د اېشيا ختيځ لوري ته د ستنېدو په حال کښې دي.

هغۀ په دوام کښې وويل، د دغې ډلې غړي به په  دغو سيمو کښې خپل فعاليتونه زيات کړي او ضروري ده چې د دغې دهشتګردې ډلې  دغړيو او عناصرو له داخلېدو څخه د مخنيوي لپاره ضروري اقدامات په نظر کښې ونيول شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار څرګنده کړه: په افغانستان کښې کورني اختلافات په دغه هېواد کښې د ناامنۍ د راڅرګندېدو سبب شوي دي. مونږ به په افغانستان کښې د سولې او ترقۍ او د سولې په چلند کښې د طالب ډلې د شاملولو لپاره په راتلونکو ورځو کښې هلې ځلې وکړوو.  نو ځکه له چين او روسيې سره زمونږ (پاکستان) موقف غږمله دے او غواړوو چې افغانستان هم له ځان سره ملګرے کړوو. هغه په دوام کښې تاکيد وکړ چې تر هغه وخته چې په افغانستان کښې ټولې ډ لې په خپلو کښې سره غږمله نه وي او په دغه هېواد کښې کورنۍ جګړې ختمې نه شي په افغانستان کښې د سولې چلند وده نه شي کولې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *