که چيرې امريکا د ايران له څو اړخيزي هوکړې بهر شي په نړيواله کچه به واشنگټن ته نه جبرانيدونيکی زيان ورسيژي

که چيرې امريکا د ايران له څو اړخيزي هوکړې بهر شي په نړيواله کچه به واشنگټن ته  نه جبرانيدونيکی زيان ورسيژي

د امريکا بهرنيو چارو وزير په داووس کي له دي سره دي  هوکړې ته د نورو هيوادونو پر ژمنتيا هم ټينگار کړی دی

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د داووس په غونډه کې په دې هکله چې ولي امریکا په یو اړخیزه توګه نشي کولای له ایران سره له اټومي پریکړې ووځي وویل: دا هوکړه څو اړخیزه ده او که چیرې د امریکا له لوري لغوه شي نړیواله بدنامې به له ځان سره ولري.

جان‎کري- ” زه فکر نکوم چې دا تړون لغوه شي، زه ژمنه کوم هغه ملګري هیوادونه چې په دې هوکړه کې را سره ملګري وو دې هوکړې ته به ژمن پاتې شي. روسیه، چین، آلمان، فرانسه او آلمان به وایي چې دا هوکړه ښه هوکړه ده او مونږ یې پلي کول غواړو. ایران به هم دې هوکړې ته ژمن وي او مونږ به خپل اعتبار ته ډير زیان ورسوي».

د داووس ناسته له دوشنبی د سویس په پلازمینه داووس کې پیل شوې. په دې غونډه کې د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو درې سوه وزیرانو او لوړپوړیو چارواکیو ګډون کړی دی چې پر بیلا بیلو نړیوالو مسایلو  به خبرې وکړي. دا ناسته به تر جمعې ورځې او د ډونالډ ټرامپ تر کاري پیله به دوام ولري. له دې سره ټاکل شوې په دې ناسته کې د اوبو او هوا بدلون، اقتصاد، آزادې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په هکله خبرې وشي.

په ورته حال کې په اروپایي ټولنه کې یوې دیپلوماتیکې سرچینې ویلي چې دوی له ایران سره د اټومي پلان په هکله د ډونالډ ټرامپ له ډلې سره اړیکه نیولې. دوی یوه نړیوال  خبري آژانس ته ویلي چې دوی دې ډلې ته د هوکړې د ګټو او ځینو نورو برخو په هکله مالومات ورکړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *