د نایجریا د کډوالو پر یوه پنډغالي د پوځ د تیروتنې په برید کې له سلو ډير کسان وژل شوي

د نایجریا د کډوالو پر یوه پنډغالي د پوځ د تیروتنې په برید کې له سلو ډير کسان وژل شوي

په نایجریا کې د بې ځایه شویو خلکو پر یو کمپ باندې ددې هیواد د یوې جت الوتکې په بمبارۍ کې په لسکونو ملکي وگړي وژل شوي دي.

د نایجریا یو پوځي مقام ویلي چې اصلي هدف د بوکو حرام سخت دریځه وو، خو سهواً کمپ بمبارد کړ.

مقامات او عیني شاهدان وایي چې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۰۰ تنو ته رسیږي.

د سره صلیب د یو مقام په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ددې نړیوال سازمان شل تنه غړي د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

د نایجریا یو پوځي جنرال لکي ایربور، د اسوشیتید پرس اژانس ته تائید کړې ده چې دغه بمباري د د کمرون سرحد ته نژدې د “ران” په نامه سیمه کې شوی ده.

داسې ښکاري چې نایجریایي پوځیان د لومړي ځل لپاره دا تائید کړې ده چې سهوه یې کړې ده.

د جنرال ایربور په وینا د ټپیانو په ډله دوه نایجریایي سرتیري او ددې هیواد یو شمیر وگړي چې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ته یې کار کاوه شامل دي.

د بې سرحده ډاکترانو مقاماتو ویلي دي چې د ٥٠ قربانیانو مړي یې لیدلي دي او تر اوسه یې ١٢٠ ټپیان تداوي کړي دي.

د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې عملیاتي رئیس ژان کلیمنت کابرول، په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر هغو خلکو باندې حمله چې دمخه له سخت تاوتریخوالي نه تښتیدلي دي “بوگنونکی او د منلو وړ” نه دی.

کابرول ویلي چې “د ملکي وگړو مصئونیت ته باید درناوی وشي”. هغه له ټولو دخیلو ډلو وغوښتل چې ټپیان ژر تر ژره روغتیایي مرکزونو ته انتقال کړي چې درملنه یې وشي.

په تیرو اوه کلونو کې په نایجریا کې د بوکوحرام د سخت دریځو په تاوتریخوالي کې شاوخوا ٢٠ زره کسان وژل شوي دي او د دې هیود ٢،٦ میلیونه اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښولو ته اړ شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *