د سوریې په وروستیو نښتو کې له سلو ډير کسان وژل شوي دي

د سوریې په وروستیو نښتو کې له سلو ډير کسان وژل شوي دي

له دوشنبې راهېسې یوازې په دیرالزور کې ۸۲ تنه وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي دا خلک له هغه وروسته ووژل شول چې د سوریې حکومتي ځواکونو د دغې سیمې د بیانولو لپاره عملیات پیل کړل.

د څار دغه ډله وايي د دواړو خواو په جنګ کې د داعش ۴۰ جګړه ماران، د سوریې د حکومت ۲۶ سرتیري او ۱۴ ولسیان وژل شوي دي. په همدې حال کې د سوریې خبري اژانس، سانا، راپور ورکړی چې په دغو نښتو کې یې لسګونه داعشیان وژلي دي.

د داعش ډلې له ۲۰۱۵ کال راهېسې د دیر الزور سیمه چې یو هوايي ډګر هم لري، نیولې ده. د امریکا په مشرۍ د ایتلاف له ملاتړه برخمن کردي او عرب جنګیالیو د سوریې په شمال کې د داعش جګړه ماران له سیمې شړلي دي، خو داعش ډله لا هم د سوریې په ختیځ کې فعاله ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله همدغه راز وايي چې دمشق ته نژدې پر یوې سرپنا توغندی لګېدلی او لږ ترلږه ۳۰ تنه یې وژلي دي. د څار ډله وايي توغندی حکومتي ځواکونو توغولی و.

په سوریې کې له شاوخوا پنځو کلونو راهېسې جنګ روان دی چې سلګونه زره خلک په کې ووژل شول او ژوبل شول او میلیونونه نور بې کور شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *