د سعودي ښځینه د نارینه وو د واکمنۍ پای ته رسیدو کمپاین په لاره اچولی

د سعودي ښځینه د نارینه وو د واکمنۍ پای ته رسیدو کمپاین په لاره اچولی

د ټوييتر کاروونکو په داسې يو کمپاين لاس پورې کړي چې پکې ويل شوي د سعودي عربستان هغه قانون دې لغوه شي چې نارينه ته ئي دښځي په پرتله زيات واک ورکړی دي . د سعودي ښځې غوښتنه کوي چې ۱۹۲ قانون دي لغوه شي پرښځې د سړي واک له منځه ولاړ شي. زه پخپله اوپیک يم ». په سعودي عربستان کې داسې قانون چليږي چې نارينه د ښځو په نسبت زيات واک لري په اصطلاح پلارواکې ده. کچيري ښځه د نارينه څخه مشره هم وي او حتی لوړې زده کړي ولري بيا هم نه شي کولای د نارينه د اجازي پرته بهر ته سفر وکړي. او ياهم کور په کرايه کړي او يا موټر وچلوي. ددغه قانون پر ضد دسعودي ډيرو ځوانانوچې انترنيټي ټولنيزو شبکو لکه فيسبوک، ټوييتر کاروي اعتراضونه وکړل. تيرکال ددسمبر په مياشت کې ۱۴ زره سعوديانو يوه عريضه لاسليک کړه او له چارواکو څخه ئي وغوښتل هغه ښځې چې ۲۱ کاله ئي پوره کړي اجازه ورکړئ د نارينه تر قيوداتو پرته « خپلواک کس وګڼل شي»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *