د بنګله دیش ځانګړو ځواکونو۲۶ سرتیري په اعدام محکوم شول

د بنګله دیش ځانګړو ځواکونو۲۶ سرتیري په اعدام محکوم شول

په بنګله دیش کې د ځانګړو ځواکونو۲۶ تنه پوځیان د سیاسي وژنو په تور داعدام په سزا محکوم شوي دي. په دې هکله خبر د ورکړی دی. ددې سربیره ۹ تنه نور د ۷ کلونو نه تر۱۷ کلونو پوري په بند محکوم شوي دي. ټول تال ۳۵ تنه په دې مساله کې ښکیل دي چې لا تر اوسه ۲۳ تنه نېول شوي دي. د اعدام په سزا محکوم شوو خلکو په جمله کې طارق سعید چې د بنګله دیش د یو وزیر زوم دی، هم شامل دی. د محکمې د څیړنو له مخې ویل کېږي؛ چې سیاستوال او د واکمن ګوند “د عوامي ليګ” غړي نور حسین دغه پوځیان د خپل سیال او د هغه د وریرونو د له منخه وړلو په موخه استخدام کړي وو. وروسته له هغې چې دغه عملیاتو په بریالۍ توګه سرته ورسېدل دوی دوه شاهدان هم یرغمل ونېول او بیا د وژلو وروسته دټولو مړي یې په سیند کې ډوب کړي دي. “عوامي ليګ” — په هېواد کې یو له پخوانیو ګوندونو د جملې نه دی، چې د ۲۰۰۹ ز- ل کال راهيسې په واک کې دی. ملتپالان چې په اپوزیسیون کې دي، د واکمن ګوند په مشرتابه او شخصا په لومړي وزير شیخ حسین تور لګوي چې په پټه د مخالفینو د له منځه وړلو امرونه ورکوي. د ویلو وړ ده؛ چې”د عوامي ليګ” مشرتابه په خپل وار ټول دغه تورونه ردوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *