اسرائیلیانو د نتانیاهو په ضد مظاهری وکړې

د قدس ڼټ د رپوټ له مخې، په سلګونو اسرائیلیانو د صهونیسټ رژیم د مسؤولانو، په تیره بیا د یاد رژیم د وزیراعظم بنيامين نتانياهو د مالي فساد په خلاف مظاهرې وکړې.

اعتراض کونکو اسرائیلیانو ، د جنګ وزارت د ودانۍ په وړاندی په راغونډیدو سره، د یو لړ شعارونو په ورکولو سره، د صهیونیسټی رژیم د وزیراعظم«بنیامین نتانیاهو» د مصونیت په لغوه کیدو ټینګار وکړ.

د اسرائیلو پولیسو د روانی جنورۍ میاشتې په دویمه نیټه، د مالی فساد او د مالونو د غیر قانونی تر لاسه کولو په تور، له بنیامین نتانیاهو څخه تحقیقات وکړل.

د صهيونېست رژيم د دويم ټيلي ويژني چېنل د رپوټ له مخې پوليس د نتانياهو او د يديعوت آحرونوت ورځپاڼې د چيف ايډيټر ارنون موزيس ترمېنځ د شويو خبرو اترو آډيو هم په اختيار کښې لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *