د مصر په وړاندې د سعودي نوې خنډ اچونه

د مصر د ولسمشرۍ دفتر له مصر څخه د سعودي د سفير احمد عبدالعزيز قطان د وېستلو غوښتنه وکړه.

د مصر د الوطن ورځپاڼې د رپوټ له مخې د ستمبر په نهويشتمه نېټه په ترکيې کښې د اخوان المسلمين د مشرانو له يو وفد سره د سعودي د وليعهد محمد بن نائف د کتنې په اړه د ثبوت په ډاګه کېدو وروسته د مصر د ولسمشرۍ دفتر له دغه هېواد څخه د سعودي د سفير احمد عبدالعزيز قطان د وېستلو غوښتنه وکړه.

د دغه سند له مخې سعودي عرب اخوان المسلمين ډلې ته وعده ورکړې ده چې د جنورۍ د پينځويشتمې د کليزې په موقع د هغوي په ګټه يو لړ اقدامات ترسره کيږي.

د دغه سند مطابق د مصر د بهرنيو چارو وزارت د سعودي له سفيره د دغې کتنې په باره کښې تفصيلات وغوښتل خو د سعودي د بهرنيو چارو وزارت په ځواب کښې داسې يوه کتنه نۀ رد کړه او نۀ يې تائيد کړه او يوازې وې ويل چې اطلاع نه لري.

په دغه سند کښې راغلي دي چې محمد بن نائف د اخوان المسلمين مشرانو ته اطمينان  ورکړے دے چې  د اخوان المسلمين  په وړاندې يې موقف بدل شوے دے او خپله هغه به له دې وروسته د مصر د حکومت له مخالفو ډلو سره د تعلق ټينګولو ذمه واري په غاړه ولري چې دغه کتنه هم په دغه چوکاټ کښې ترسره شوې ده.

د سعودي د سفير له احضارولو وروسته د ملک سلمان د صلاح کار قحطاني په مشرۍ يو وفد قاهرې ته لاړ، دا په داسې حال کښې وو چې په دغه سفر کښې د باچائي کورنۍ هيڅ يو کس موجود نه ؤ چې دا د مصر لپاره يو ډول سپکاوے ؤ.

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې مصري جرنلېسټ يوسف الحسيني هم په خپله فېس بک پاڼه کښې ليکلي وو چې له السيسي سره د ملک سلمان ملاقات نه کول قصداً  چاره وه او هغه له وړاندې شرطونو سره د مصر له ولسمشر سره کتنې ته تيار ؤ.

وړومبے شرط: د مصر د بهرنيو  چارو د وزير سامح شکري څنګته کول.

دويم شرط: سعودي ته د تيران او صنافير دوو جزيرو حواله کول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *