د ايران په اړه د ايمن الظواهري د څرګندونو د غندلو په باره کښې د علماو بيانيه

اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے! ټول صلحې ته غاړه کېږدئ او د شېطان په پلو پلونه مه ايږدئ چې هغه ستاسو څرګند دښمن دے.

بسم الله الرحمن الرحيم
“يا أيها الذين آمنوا ادخلوا في السلم كافة ولا تتبعوا خطوات الشيطان إنه لكم عدو مبين”
(البقرة ۲۰۸)

(( اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے، ټول صلحې ته غاړه کېږدئ او د شېطان په پلو پلونه مه ايږدئ چې هغه ستاسو څرګند دښمن دے.))

هغه څه چې تاسو د عراق او يمن د پېښو په باره کښې وويل، عجيبه او د حېرانوونکي دي. او ستاسو هغه وېنا چې ((د خداے لپاره، د خداے لپاره عراق ته پام وکړئ او يمن حکمت او ايمان)) تر عنوان لاندې مو وکړه چې پکې مو د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف ځينې دعوې کړې دي، د دې ښودنه کوي چې القاعدې د نورو تکفيري ډلو په شان د خپلو مقاصدو د حاصلولو لپاره دې ته تياره ده چې څه يې زړۀ غواړي وې کړي حتی په مسلمانانو باندې تهمت لګول او ورپورې دروغ تړل.

١. ومو ويل چې ايران له امريکې سره ملګرتيا کوي. حال دا چې مونږ دې کښې شک نه لروو چې تاسو ته ښه معلومه ده چې حقيقت څه دے او پوهيږئ چې د امريکې او ايران کړنلارې تر څومره حده پورې په خپلو کښې تناقض لري.

١-١ بې له شکه چې تاسو ته معلومه ده چې د ((نوژې)) نومې کودتا چې د امريکې په مشرۍ ټاکلې شوې وه د امام خمېني (رح) کور په توغندي سره وولي، له امريکې سره د مبارزې او مقاومت سېمبول دے.

٢-١ تاسو ته معلومه ده چې که له صدام حسېن څخه د امريکې او سعودي ملاتړ نه وې نو هغه نه شوو کولې د اسلامي جمهوريت د حملو په وړاندې ټينګ شوے وې.

٣-١ تاسو ته پته ده چې  له ايران او د ايران له پرمختګ سره د امريکې دښمني د دې سبب شوه چې امريکه د اسرائيلو په مرستې سره د ايران سائېنسدانان ووژني.

٤-١ د ايران په اړه د امريکې له جنايتونو او جرائمو څخه تاسو ښۀ خبر يئ. له اقتصادي بائيکاټونو واخلې د اسلامي انقلاب له خلافو ډلګيو څخه تر ملاتړ او د اسلامي جمهوري نظام ترمېنځ تر نفوذ پېدا کولو وغېره پورې دغه جنايتونه دومره زيات دي چې هم هغه ډول چې د اسلامي امت سترو مشرانو ويلي دي يوازې د نومونو په اخېستلو هم يو کتاب ليکل کېدې شي.

٥-١ مونږ په دې خبره مطمئن يوو چې تاسو د امريکې په خلاف د ايران د اسلامي جمهوريت له موقفه په بشپړه توګه خبر يئ او پوهيږئ چې ايران  په دغو اته دېرشو کلونو کښې له امريکې سره د مبارزې په وجه څومره زيات قيمتونه ادا کړي دي او د دغو دباوونو باوجود هم هغه شان په کاميابۍ سره استقامت کوي.

مونږ حېران يوو  چې تاسو په دغو حساسو حالاتو کښې داسې تفرقه اچونکي دريځونه او موقف غوره کوئ چې د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو له خوشحالولو نه بغېر څه نتيجه نه لري.

٢. کوم اتفاقات او پېښې د دې سبب شوې چې د امريکې خلاف جهادي ډله په يوې ډېرې مهمې افراطي تکفيري ډلې بدله شي؟

آيا تاسو د عراق د مظلوم ملت په خلاف د تکفيري ډلو جنايتونه هېر کړي دي ؟ هغه جنايتونه چې په سړکونو، جوماتونو او بازارونو کښې يې خلق له رنځ او درد سره مخامخول، ځکه چې امريکائي ځواکونه يې د خپل  وطن په خاوره کښې ځاے پرځاے شوي وو، د دغو خلقو ګناه څه وه چې د تکفيري ترهه ګرو په لاسو د ټوټې ټوټې او تيکې تيکې کېدو مستحق وګرځي؟ ولې ستاسو پروني دوستان ستاسو په نننيو دښمنانو  بدل شوي دي؟ آيا د عراقي قرباني شويو کسانو شمېر درته معلوم دي؟

٣.  کله چې تکفيريانو د سامرا ښار د مقدس زيارت په چاودولو سره دشيعه ؤ زړونه ودردول نو د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر آيت الله العظمی خامنه اي او په عراق کښې آيت الله سيستاني  (حفظهمالله) قهرجن شيعه زغم، صبر او له سني وروڼو سره مهربانۍ او نېک سلوک ته راوبلل. په هغه وخت کښې تاسو هم پکار دي په خپل واري د يو مختصر ليک په جاري کولو سره دغه غميزناک او دردناک اقدام غندلے او د هغۀ له عاملينو مو د بېزارۍ اعلان کړے وې، خو له بده مرغه دغه کار ونه شو او د عراق د ملت او د نړۍ د نورو شيعه د آهونو او اوښکو د سېلاب په وړاندې مو خاموشي اختيار کړه او يوازې تماشا مو وکړه، په داسې حال کښې چې د عراق خلقو له القاعدې دا اميد لرۀ چې د امريکې او تکفيري دهشتګردو په مقابل کښې به مبارزه وکړي.

آيا د عراق مظلومو خلقو لپاره د داعش ترخه تجربه کافي نه ده؟ نن د عراق سني او شيعه خلق د داعش له جنايتونو پوزې ته راغلي دي او په عراق کښې زياتره سني او شيعه علماء د فتنې د ختمولو او له تکفيريانو څخه د خپل وطن د پاکولو او د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت او يووالي لپاره لګيا دي خپل ټول کوششونه کوي، نو تاسو ولې غواړئ د تفرقې او نفاق اور غرغنډه کړئ او غواړئ تاريخ بيا تکرار شي؟ او د دغې بيانيې په جاري کولو سره غواړئ چې د مسلمانانو ترمېنځ جنګ رامنځته کړئ؟

د هغو عبارتونو په  اورېدو چې مو وويل له اېجنټو سياستوالانو څخه دا چاره طبيعي ده له تاسو مو دا توقع نه لرله چې په داسې حال کښې چې ځان ته يو انقلابي او اګاه کس وائئ داسې الفاظ په خوله ادا کړئ.

آيا اورېدلي مو نه دي،((مومن له يوې سوړې څخه دوه ځل نه چيچل کيږي؟)) نو بيا ولې د اسلامي جمهوريت د وحدت او يوووالي غږ ته غوږ نه ايږدئ؟

راشئ بېدار شئ. ايران ته يوه لنډه  کتنه وکړئ، په تهران کښې ګڼ شمېر سړکونه د خالد استانبولي په شان د سترو شخصيتونو په نومونو سره نومولې شوي دي او سني مېشته سيمو کښې د سړکونو نومونه د خلفاو او صحابه کرامو(رض) له نومونو اخېستې شوي دي.

آيا دا د اسلامي وحدت او يووالي په لوري يو ګام نه دے؟ تاسو د مسلمانانو د وحدت او يووالي لارې ته په رسېدو کښې څه کړي دي؟ ولې هغه افراطي تکفيري ډلې چې ځانونه په ناحقه په سنيانو پورې تړي له خپل مېنځه بهر نه وباسئ؟

مونږ نن ستاسو لپاره د ترحم او زړۀ سواندۍ احساس کوو، ځکه چې ځينو ستاسو په  دغو غېر حقيقت پسندانه دعوو باور کړے دے او په جوماتونو، ، کوڅو او بازارونو کښې د بې ګناه ښځو، سړيو او ماشومانو په قتل عام لاس پورې کوي او مسلمانې ښځې د وينځو په شان په خپل اسارت کښې اخلي او بې له شکه تاسو د هغوي په ګناه کښې شريک يئ.

په دوو ډلو يعنې ((زمونږ کسان)) او ((صفويان)) باندې د مسلمانانو تقسيمول يعنې تاسو په ميلينونو شيعه له اسلامي امته ووېستل او له ابوبکر بغدادي او نورو تکفيري ډلو سره مو معاهده وکړه. او دا چاره د اسلامي ټاټوبي د تباهۍ او د بې ګناه خلقو د قتل عام لپاره يوه بهانه او زمينه برابروونکې ده. آيا ښه به نه وه چې يوه داسې بيانيه جاري کړئ چې صلحې او بخشش ته بلنه وکړي او د دې مبارک آيت مطابق عمل وکړئ چې فرمائي : “وَإنطائِفَتانِمِنالمُسلِمينَإقتَتَلوافَأصلِحوابَينَهُما” ((يعنې که د مسلمانانو دوه ډلې په خپلو کښې سره په جنګ شي نو د هغوي ترمېنځ صلح ټينګه کړئ.))

خپلې تاريخي حافظې ته مراجعه وکړئ او دا خبر راياده کړئ چې په سيمه کښې د مقاومت مثلث چې له دريو ضلعو يعنې ايران، لبنان او سوريې څخه جوړ شوے دے د امريکې او اسرائيلو لخوا يې څومره يرغلونه زغملي دي؟ دا حزب الله او شيعه او سني او مسيحي ښاريز وو چې په هغه نابرابره جنګ کښې د اسرائيلو د پوره ماتې سبب شول. خو د دغو ټولو مسائلو باوجود وينو چې د آل سعود په شان اېجنټان او تالي څټي حزب لله ته حزب شېطان وائي او تاسو ته معلومه ده چې وړومبنے کس چې حزب الله يې ترهه ګر تنظيم وبلۀ امريکائي افسر ارميتاچ ؤ.

په داسې حال کښې چې دا اميد کېدۀ د حزب الله د دغې کاميابۍ په وجه به اسلامي امت ته مبارکي ووائئ او بې مثاله مقاومت به يې تائيد کړئ… خو افسوس….

نن امريکه او اسرائيل د مقاومت د مثلث دوو ضلعو يعنې ايران او حزب الله ته په ماتې ورکولو کښې کامياب نه شول خو د سوريې د ملت فرزندان د امريکې او اسرائيلو د دسيسې قرباني وګرځېدل او سرونه يې پرې شول او تور سرې يې د کفر او ارتداد په تهمت په بازارونو کښې خرڅيږي او په هېواد کښې يې له خرابۍ او کنډوالو نه بغېر بل څه نه دي پاتې. او دا ډېره خواښينه کوونکې چاره ده چې د الهي احکامو په خلاف دغه ټول  جنايتونه د اسلام په نامه ترسره کيږي.

آيا تر اوسه مو له ځانه پوښتنه کړې ده چې امريکا او اسرائيل له کوم لوري څخه ملاتړ کوي؟ آيا د سوريې د حکومت ترڅنګه ولاړ  دي يا د تکفيري مخالفينو جګړمارو ترڅنګه؟

بشار اسد، د سوريې فوځ او عوام يې چې اکثريت يې سنيان دي له داعش سره جنګيږي. آيا د داعش په خلاف جنګ د قبيلو او ډلو جنګ بللې شوو يا په حقيقت کښې له تکفيري تالي څټو  او امريکې سره د مقاومت د مدافعينو جنګ دے؟

آيا پکار نه دي چې تاسو او ټول هغه  کسان چې رسا اواز لرئ فرياد او غږ اوچت کړئ او د يمن د مسلمان ملت په خلاف د آل سعود د توغنديو باران د زرګونو يمني ښځو، سړيو او ماشومانو قتل عام وغندئ؟

د امريکې او لويديځو هېوادونو مقصد د اسلامي امت ترمېنځ تفرقه اچول او د هغوي تقسيول دي. هغوي غواړي چې سوريه په څلورو برخو، عراق په دريو برخو او يمن په دوو برخو وويشي. چې په دې طريقې سره اسلامي امت په دغو جګړو کښې ښکيل کړي او اسرائيل ښه په امنيت او ارامښت سره خپل ناروا ژوند ته دوام ورکړي.

له تاسو دا اميد کېدۀ چې کله د يمن په حقله خبرې کوئ نو د دغه فقير او مظلوم هېواد په خلاف به د سعودي د تېريو د قربانيو ذکر وکړئ. او په دې کښې شک نشته چې تاسو د ډاکټرانود نړيوال تنظيم شمېرې ليدلي دي چې دا ښودنه کوي چې يو ميلين يمنيان ولسي مرستو ته سخت ضرورت لري. له دې نه علاوه ٥.٢ ميلين تنه په هېواد کښې دننه او دوه نيم لکه په جېبوټي او صوماليه هېوادونو  کښې کډه په سر شوي دي. همدارنګ د سعودي د تېريو قربانيان په ډېر خوشبينانه شمېر کښې له اوو زرو نه اوړېدلي دي. خو ‌ډېره د افسوس خبره ده چې دغه وحشيانه جنايتونه مو و نه غندل او له حوثيانو څخه د ملاتړ په بهانه مو ايران مواخذه کړ. خو حقيقت دا  دے چې ايران له يمن څخه په زرګونو کېلوميټره فاصله لري او د يمن د بائيکاټونو او محاصرې په وجه حتی د دارو او خوراک د مرستو په رسولو کښې هم کامياب نه شو. خو تاسو حتی په يمن کښې په سکولونو، اسپتالونو، د ودونو او وير په مجلسونو باندې د آل سعود ورځ او شپه حملو ته لږه غوندې هم اشاره ونه کړه.

لکه چې مو نه وي ليدلي يا نه غواړئ وې وينئ چې دا د يمن عوام وو چې د سعودي او د هغه د تالي څټو د تېريو او حملو په وړاندې ټينګ اودرېدل ځکه چې که يوازې حوثيانو مقاومت او مقابله کولې نو ډېر مخکې به تباه شوي وو.

  • له تکفيري بهيرونو او ډلو څخه په ملاتړ او د هغوي د سرچينو په پوره کولو کښې د سعودي کردار

نن سبا له تکفيري بهيرونو او ډلو څخه په ملاتړ او منظمولو کښې د سعودي کردار يوه واضحه چاره ده چې رسمي سرچينې پرې اعتراف کوي او دا مسئله خلقو ته ښودنه کوي چې بايد څوک يې ځواب ويوونکے وي.

د يمن خلق نه غواړي چې د عراق او سوريې تجربه تکرار کړي او نه غواړي د سعودي له سپکاوي او توهينه ډک چلند وزغمي.

د حوثيانو او د هغوي د ملګرو او انډيوالانو په اړه توهين او سپکاوي د هغو لکونو خلقو توهين او سپکاوي دي چې له خپلو ارزښتونو او اصولو څخه د دفاع لپاره د تيري ګرو په وړاندې ټينګ اودريږي.

٢. که تاسو له امپريالېزم سره د مبارزه په باره کښې په خپلو ادعا ګانو کښې ريښتيني يئ نو پکار دي له امپريالېزم سره ل مخالفو ملکونو او ډلو څخه ملاتړ وکړئ چې د ايران اسلامي جمهوريت يې په سر کښې دے چې له نړيوال استکبار سره په مبارزه کښې ګډ مقصد حاصل شي.

ايران په ټولو زمينو کښې له امپريالېزم سره چې له ټولو نه زيات په امريکه او اسرائيلو کښې مجسم شوے  دے مبارزه کوي.

همدارنګ تاسو پکار دي چې د يمن خلق له خپلو خلقو سره ډېر نزدې خلق وګڼئ. ځکه چې هغوي له ابتداء نه د امريکې په خلاف فريادونه او نعرې وهي او خپلې خبرې يې ستاسو په اپوټه په عمل کښې هم ثابتې کړې دي.

کېدې اوس هم اميد ولرلې شي چې تاسو د خپلو موقفونو د اصلاح او د خپلو سياستونو د بدلولو په لاره کښې د تفرقه اچونې په ځاے د اتحاد بين المسلمين لوري ته تګ وکړئ او د اسلام د دښمنانو او له اسلام سره د مقابله کوونکو له تاثيره  راووځئ چې خپل ټول کوششونه د اسلام له حقيقي دشمنانو سره د مقابلې او د اسلامي ځواکونو دانرجۍ د متمرکز کولو لپاره وکړئ

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *