چین له پاکستان سره د دوه بیړیو مرسته کړې دی
د پاکستان د سمندري ځواکونو چارواکي دا ګام د دواړو هېوادونو لپاره “تاریخي شېبه” بولي او زیاتوي چې د دغه هېواد سمندري ځواکونه به په دې دوو بېړیو سره نور هم ښه وضعیت ولري. له ګوادر بندر سره د چین د لوېدیځ د نښلولو لپاره بېجینګ او اسلام اباد څو لویې اقتصادي پروژې پلې کړې.
دا نښلوونکې لار په وچه او د پاکستان پر خاوره عرب سمندرګي او خلیج ته د چین د توکو لېږد ته لار برابروي او په دې ډول له ګوادر بندر منځني ختیځ او افریقا ته د چین جوړ توکو لېږدوونکې لار پرانیستل کېږي.
دا مهال د هند سمندر او مالکا تنګي له لارې د چین د انرژۍ ډېره برخه خوندی کېږي، خو نوې لار د چین لپاره ډېره لنډه او ارځانه ده او د منځني ختیځ د انرژۍ سرچینو ته یې هم لاسرسی پیدا کوي.