په قرغزستان کې د یوې الوتکې د نسکوریدو له امله دوه دیرش کسان وژل شوي

په قرغزستان کې د یوې الوتکې د نسکوریدو له امله دوه دیرش کسان وژل شوي

د ترکش هوايي کرښې یوه باري الوتکه د دغه هېواد پلازمینې بشکیک سره نږدې پر ودانۍ غورځېدلې، چې له امله یې ۳۲ کسان وژل شوي دي. دا بوینګ ۷۴۷ الوتکه له هانکانګ پورته شوې او د بشکیک په مرکزی هوایي ډګر مناس کې له کېناستلو وروسته استانبول ته الوتله. چارواکي وايي، الوتکه له بشکیک سره نږدې غورځېدلې چې له امله یې ۱۵ ودانۍ ورانې شوې دي.

ځینې خبرونه دا هم وايي، چې د الوتکې په عمله کې یواځې یو کس ژوندی پاتې دی او د پېښې ډېر ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي دا هم وایي، چې ډېری وژل شوي کسان د هغو ودانیو اوسېدونکي دي چې دا الوتکه پر غورځېدلې ده.

د پېښې پر مهال د هوا حالات نامناسب بلل شوي، خو لا هم د دې پېښې اصلي لامل معلوم نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *