په وروستیو بریدونو کې لاس لرونکي په پاکستان کې میشت دي

ولسمشر  د وروستیو تروریستي پیښو د قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره دوه ورځې ملي ماتم اعلان کړی

محمد اشرف غني د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه، سره په تیلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي چې په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي بریدونو عاملین په پاکستان کې دیره دي.

محمد اشرف غني او د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه، ترمنځ د تیرې ورځې د تیلیفوني اړیکو په اړه، په یو بیان کې ویلي، د پاکستان لوی درستیز پرون ماښام د ټیلیفوني تماس له لارې د افغانستان جمهور رئیس سره په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي بریدونه په سختو ټکو غندلي او جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته یې تسلیت ویلی دی.

تیره سه شنبه په کابل، کندهار او هلمند کې د تروریستي بریدونو په پایله کې تر پنځوسو تنو پورې ووژل شول او له سلو زیات نور ټپیان شول.

په وژل شوو کسانو کې د متحده عربي اماراتو پنځه ډیپلوماتان او د کندهار د والي مرستیال او د افغانستان د ملي شور ا دوه استازي او یو شمیر کارکوونکي هم شامل دي اود دغو پيښو په ټپیانو کې په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر او د کندهار والي او په لسګونو د افغانستان د ملي شورا کارکوونکي هم شامل دي.

د هلمند او کابل د پیښو مسولیت طالبانو اخیستی، خو د کندهار د برید د مسولیت له منلو یې انکار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *