په فاریاب ولایت کې یوه شپاړس کلنه نجلۍ له تیري وروسته وژل شوې ده
۱۶ کلنه حفیظه هغه جلۍ ده، چې د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده. مور یې وايي: «ماښام مهال و، چې حفیظه غوا او خوسکي ته د وښو اچلو له پاره غوجلې ته لاړه، له ډېر وخت وروسته معلومه نه شوه، کله چې زه ورغلم، مړی یې پروت و.» د دې پر وینا، علي محمد او ابراهیم هغه اشخاص دي، چې حفیظه یې له جنسي تېرې وروسته وژلې ده. هغه وايي: «له حکومته دواړه اشخاص روغ غواړم، چې په خپلو لاسونو یې په ژوندوني وسوزوي.»
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، چې ناپېژندو اشخاصو په دې جلۍ جنسي تېری کړی دی او بیا یې په څادر باندې زندۍ کړې او وژلې ده. د یورش پر وینا، د پېښې د پلټنې او د مجرمانو د نیولو هڅې روانې دي.
د فاریاب ملکي روغتون د عدلي طب مسوول ډاکټر سمیر عنایت هم له وژنې مخکې پر جلۍ د جنسي تېري موضوع تاییدوي.
د فاریاب د بشرحقونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر رییس سیدحفیظ الله فطرت دا پېښه ټکان ورکوونکي بولي او له امنیتي بنسټونو غواړي، چې د دې پېښې عاملان د مجازاتو په پار ونیسي.
ښاغلی فطرت جنسي فقر، فرهنګي او اقتصادي ستونزې، بې سوادي، له اسلامه ناخبري او د ودونو لوړ لګښتونه د دې ډول پېښو مهمې انګېزې بولي.
د فاریاب ولایت د بشرحقونو خپلواک کمېسیون دفتر وايي، چې د روان لمریز کال په جریان کې په دې ولایت کې د ښځو د قتل او ځان وژنې ۳۲ پېښې ثبت شوي، چې ۲۸ یې د قتل او ۵ یې د ځانوژنې دي.