د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په هکله دپاکستان ژمنه

د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په هکله دپاکستان ژمنه

پاکستانی چارواکی وايي په افغانستان کې د سولې راوستل د اسلام اباد لومړیتوب دی.

په بهرنیو او ملي امنیت چارو کې د پاکستان د صداراعظم مرستیال سرتاج عزیز وايي هېواد یې د امریکا له متحدو ایالتونو سره ګډ اهداف او اندیښنې لري.

ښاغلي عزیز دا خبرې د امریکا د دفاع وزارت د نوماند جیمز میټس د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې، چې ویلي و که وزیر شو پر پاکستان به فشار زیات کړي چې د ترهګرو مرکزونه وتړي.

که له یوې خوا د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د داعش په ځپلو ټینګار کړی، بل لور ته سرتاج عزیز وايي “په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو مخنيوی زموږ لپاره مهم دی”.

ښاغلي عزیز مشال راډیو سره په خبرو کې همدغه راز په سیمه کې د سولې په راوستلو ټېنګار وکړ او وویل چې اسلام اباد او واشنګټن باید په يوې ګډې تګلارې کار وکړي چې د دواړو ترمنځ د اعتماد فضا بیا جوړه شي.

هغه وايي “د پاکستان له لوري د ترهګریزو مرکزونو په ختمولو سره يو دم افغانستان کې سوله نه راځي. دې لپاره د سولې مذاکرات ضرور دي. موږ به د امکان تر حده د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپله همکاري وکړو”.

عزیز داسې مهال له امریکا سره د پاکستان د ګډو هدفونو او اندېښنو د لرلو خبره کوي، چې د اسلام او کابل ترمنځ اړیکې خړې دي او ترمنځ یې بې اعتمادي زیاته شوې ده.

تېره اونۍ په افغانستان کې په یوه ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې وشوې چې لسګونه کسان یې ووژل او ژوبل کړل.

افغان چارواکي وایي د کندهار برید په پاکستان کې پلان شوی، خو طالبانو ویلي چې برید دوی نه دی کړی. په دغه برید کې د متحدو عربو اماراتو پنځه ډیپلوماتان هم ووژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *